ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ٤٤ ميليونو ته ورسېد

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ٤٤ ميليونو ته ورسېد

author avatar
28 Oct 2020 - 14:52
نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ٤٤ ميليونو ته ورسېد
author avatar
28 Oct 2020 - 14:52

کابل (پژواک، ٧ لړم ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېره ٤٤ ميليونو کسانو ته رسېدلې ده.

د کرونا ويروس چې شاوخوا لس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، خو اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى او په ځينو کې يې دويم پړاو پيل شوى .

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر څه دپاسه ٤٤ ميليونو کسانو ته رسېدلى دى.

دغې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه دپاسه ٣٢ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او يو ميليون او ١٧١ زره کسان له دې ناروغۍ څخه  مړه شوي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه جوړوي.

يادې سرچينې ويلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه يې د روغتيا په منځني حالت او يوه سلنه يې په سخت حال کې دي.

سرچينې زياته کړې، دغه ويروس تر ټولو زيات امريکايان ځپلي، هلته پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر نهه ميليونو ته رسېدلى چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ٢٠ سلنه جوړوي. دغه راز په امريکا کې ٢٣٢ زره کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

له امريکا وروسته هندوستان کرونا ډېر ځپلى دى، هلته نږدې اته ميليونه کسان پرې اخته او  ١٢٠ زره کسان يې له امله مړه شوي دي.

برازيل په نړۍ کې درېيم هېواد دى چې کرونا ډېر ځپلى دى، هلته ٥ ميليونه او ٤٤٠ زره کسان پر کرونا اخته او ١٥٧ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، پيرو،کولمبيا، مسکيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين،چيلي برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٤١ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٥٢٩ کسان مړه او څه باندې ٣٤ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.