ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپیسا کې د هوايي برید له امله پنځه طالبان وژل شوي

په کاپیسا کې د هوايي برید له امله پنځه طالبان وژل شوي

author avatar
28 Oct 2020 - 12:18
په کاپیسا کې د هوايي برید له امله پنځه طالبان وژل شوي
author avatar
28 Oct 2020 - 12:18

کابل (پژواک، ۷ تله ۹۹): د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د درې قوماندانانو په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او د پروان په مرکز کې هم یو ځوان وژل شوی دی.

د یاد خبر په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد طالبان په هوايي برید کې وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې قاري میراغا د تګاب د کرم خېلو کلي اوسېدونکی او د ۱۲ کسیز ګروپ قوماندان، قاري همت د لنډاخېلو اوسېدونکی او د تګاب په شمال کې د طالبانو د ۱۵ کسیز ګروپ قوماندان، او قاري نعیم د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی چې څه موده مخکې له زندانه خوشي شوی هم په وژل شوو کې شامل دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د یوه وژل شوي کس جسد د پېژندو وړ نه دی.

د تګاب ولسوالۍ د میراخېلو اوسېدونکي محمد شمال وویل، تېره شپه طالبانو د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید کړی او یوه پوسته یې نیولې ده.

خو هغه زیاته کړه، وروسته پر طالبانو هوايي برید وشو چې له امله یې پنځه طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وویل، ناپېژاندو وسله والو د پروان د مرکز چاریکارو ښار د لومړۍ حوزې اړوند هوفیان شریف واټ کې د چېپسو په دوکان کې ۲۵ کلن ځوان پر ډزو وژلی دی.

هغه زیاته کړه، پولیسو د یادې پېښې په تړاو دوه کسان نیولي دي.

د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.