کابل(پژواک، ۸ لړم ۹۹): ولسمشر غني وايي، هغو کسانو چې شل کاله پر دین د درېدو دعوه کوله، اوس د قران پر ځای د امریکا تړون ته لومړيتوب ورکوي.
دغه څرګندونې ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د حضرت محمد (ص) د مبارک میلاد په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه وویل چې د افغانستان ملت مسلمان او اسلامي نظام لري چې اساس يې قران کریم، احادیث او د شریعیت علم دی.
هغه زياته کړه چې د افغانستان اساسي قانون اسلامي دی او د اساسی قانون، لومړۍ، دويمه او دريمه ماده يې ښې بېلګې دي.
ده وويل:«زموږ اساسي قانون د نړۍ په کچه تر ټولو ښه اسلامي قانون دی.»
ولسمشر دا هم وويل چې طالبانو ٤٠ د نشه يي توکو قاچاق کوونکي د پېسو په بدل کې ازاد کړي دي.
ده زياته کړه:«هغه کسان پر حکومت د فساد تورونه لګوي چې خپله یې څلویښت قاچاق کوونکي د پيسو اخیستو په بدل کې ازاد کړل، په داسې حال کې چې یو یې هم د طالب په نامه نه و نیول شوی.»
هغه دغه راز زیاته کړه چې افغان ځواکونه د اسلامي قوانينو په چوکاټ کې عمل کوي.
ولسمشر دا هم وويل چې دا مهال په ټول هېواد کې تر زرو ډېر جوماتونه جوړ او د جوړېدو په درشل کې دي.
هغه وويل: «موږ جوماتونه جوړو خو طالبان يې ورانوي، په داسې حال کې دغه ټول جوماتونه د افغانانو په پيسو جوړ شوي؛ موږ سپما کوو تر څو جوماتونه جوړ او بیارغونه يې وکړو.»
ولسمشر غني ټينګار وکړ چې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ را پيدا شوې تضاد بايد له منځه يوړل شي.
غني پر طالبانو غږ وکړ چې افغان عالمانو سره خبرې وکړي او د روانې جګړې په اړه ورسره بحث وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن