جلال اباد (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د ننګرهار والي وایي، له شته بدبختیو څخه د ژغورنې یواځینۍ لار په ځانونو کې د نبي اکرم ص د صفتونو پیدا کول دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د لړم په ۸مه د میلاد النبي په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، له شته بدبختیو څخه د ژغورنې یواځینۍ لار په ځآنونو کې د خوږ نبي اکرم ص صفات پیدا کول دي .
هغه وايي، که د انسانیت په هرې برخې بحث کیږي، نو مثال یې خوږ نبي اکرم ص ورکول کیږي.
همدا راز یې زیاته کړه، محمد ص تر ټولو بهتره صبر کوونکی، جرائت ناک، بخښوونکی، د ښو اخلاقو، نظم او ډسپلین خاوند وو او هر وخت یې سوله ییز ژوند لپاره تګ لاره غوره کړې.
امرخېل زیاته کړه، حضرت محمد مصطفی ص د غزا پر مهال اصحابو کرامو ته امر کړی وو چې ماشومان، میرمنې او ان د نورو مذهبونو کسان چې په عبادت اخته وي، ونه وژني، خو اوس د سولې خبر اترې په بېلا بېلو پلمو اوږدیږي او په وطن کې د مسلمان او افغان وژنې لړۍ جریان لري چې په دې برخه کې په علماؤ کرامو غږ وکړ چې د سولې او اوربند لپاره د حق اواز پورته کړي .
د ننګرهار والي وویل، د خوږ نبي اکرم ص په تګلاره تګ لپاره حالاتو تغیر کولو ته اړتیا ده او په دې برخه کې یوالی، بخښنې، ورورولۍ، رښتینولۍ، زغم ، یو بل منلو او حوصلې ته اړتیا ده چې ټول ورته باید په ګډه کار وکړو .
په دغو مراسمو کې يو شمېر ديني عالمانو هم د نبي اکرم ص په ژوند او کارنامو ویناوې وکړې.
دوی همدا راز په افغانستان کې جګړه حرامه یاده کړه او په ډاګه یې کړه چې د هرې وینې تویدو پوښتنه به د قیامت په ورځ ترسره کیږي او هیله یې وښوده چې د سولې لپاره په جدیت سره کار وشي.
د دوی په وینا په سوله کې امنیت تامین کیږي او کله چې امنیت تامین شي، اسلام په کې پالل کیږي او د پرمختګ او سوکالۍ لپاره زمینه برابریږي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن