پلخمري (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د بغلان امنيه قوماندان وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي د لړم په اتمه رسنيو ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د دغه ولايت په خوست ولسوالۍ کې د ځمکې او هوا له لارې پر طالبانو عمليات کړي دي.
دى وايي چې په يادو عملياتو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور تپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا د يادو عملياتو پرمهال ٢٥ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د بغلان ولايت پر خوست ولسوالۍ له څو لورو ډله ييز بريدونه کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن