جلال اباد (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د ننګرهار د ښاروالۍ د تېلو، پرزه جاتو او روغنياتو قراردادونه وروسته تر هغه فسخه اعلان شول چې پژواک خبري اژانس يې په اړه راپور خپور کړ.
پژواک خبري اژانس پرون داسې يو راپور خپور کړ چې د جلال اباد ښاروالۍ د تېلو په قرارداد کې نږدې شپږ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی.
د ياد راپور تر خپرېدو يوه ورځ وروسته د ننګرهار والي ضيا الحق امرخيل د لړم په اتمه رسنيو ته وويل چې د جلال اباد ښاروالۍ د تېلو، پرزه جاتو او روغنياتو قراردادونه د لوړو قیمتونو له امله فسخه شوي دي.
امرخېل وايي چې د خلکو له شکايتونو وروسته د ګډ پلاوي په واسطه د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د تېلو، پرزه جاتو او روغنياتو قراردادونه يې وڅېړل چې د لوړو نرخونو له امله یې قراردادونه فسخه او د قراردادونو مدیر یې له دندې ګوښه کړ.
د هغه په وينا ژر به دغه قراردادونه يو ځل بيا اعلان ته ورکړل شي، چې د يوې مياشتې په موده کې به له قانوني پروسيجر وروسته د ورځې په قيمت په قرارداد ورکړل شي.
امرخېل همدا راز لارښوونه کړې چې د کرونا ویروس پر مهال د ساختماني قراردادونو د اضافه کارۍ ارزونه دې ترسره شي او د قانون له مخې دې د رامنځته شوې ستونزې په اړه اجرات ترسره شي .
د ننګرهار والي امر کړی چې د قراردادونو مدير په ځای يو وړ کس پر دنده وګومارل شي او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته د اعلان په موخه د یاد بست په ګډون نور بستونه وړاندیز شي، ترڅو د ازادۍ سیالۍ لارې ورته وړ کسان وګومارل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن