جلال اباد (پژواک، ٨ لړم ٩٩): د ننګرهار حکومتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ٢٣٠ تنه د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيول شوي او پنځه تنه د انسان تښتونې په تور پر بند محکوم شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي د لړم په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ پولیسو په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د تېرې يو مياشتې په ترڅ کې ۱۹۴ کسان د بېلابېلو جرمونو او ۳۶ تنه نور د ۳۹۹ کيلو ګرامه نشه يي توکو قاچاق په تور نيولي دي.
هغه وايي چې نيول شوي کسان د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
دغه راز خوږياڼي وويل چې ننګرهار کې پنځه تنه د انسان تښتونې په قضیه کې په ١٢-١٢ کاله تنفيذي بند محکوم شوي دي.
هغه وايي چې د ننګرهار ولايت استيناف محکمې د يوې علنې غونډې په ترڅ کې پنځه تنه د انسان تښتونې په قضيه کې په دولس – دولس کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
دى زياتوي چې د انسان تښتونې په يوې بلې قضيه کې يو تن ته د لازمو دلايلو نه شتون له امله برئت ورکړل شو.
د يادې علني غونډې قضايي پلاوي وايي دا پرېکړې وروستۍ نه دي په قضيه کې ښکېل کسان کولای شي چې د تميز غوښتنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن