کندهار (پژواک، ۹ لړم ۹۹): ناپېژاندو وسله والو د کندهار د استیناف څارنوالۍ پخوانی رییس شبیراحمد قیومي پر ډزو وژلی دی.
د کندهار ښار د نهمې حوزې پولیسو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د لړم په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کس نن د جمعې له لمانځه وروسته کور ته پر لاره و چې د دوو وسله والو موټرسایکل سپرو له خوا پر ډزو ووژل شو.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه د کندهار ښار د نهمې ناحیې په قادري واټ کې ساحه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې له برید سمدستي وروسته پولیسو پر برید کوونکو ډزې وکړې چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او بل تر څار لاندې دی.
د شبیراحمد قیومي زوی محب الله شبیر پژواک ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل چې پلار یې روغتون پر لاره ساه ورکړه.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې ده، شبیراحمد قیومي څو کاله د کندهار د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه دنده ترسره کړې وه او د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې یې له کندهاره ځان نوماند کړی و خو بریالی نه شو، خو اوس یې کومه رسمي دنده نه درلوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن