ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د میلادالنبي ورځې لمانځونکو د فرانسې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې وغندلې

پروان کې د میلادالنبي ورځې لمانځونکو د فرانسې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې وغندلې

author avatar
30 Oct 2020 - 15:21
پروان کې د میلادالنبي ورځې لمانځونکو د فرانسې د ولسمشر وروستۍ څرګندونې وغندلې
author avatar
30 Oct 2020 - 15:21

چاریکا (پژواک، ۹ لړم ۹۹): پروان کې د میلادالنبي ورځې لمانځنې مراسمو ګډونوالو اسلامي مقدساتو ته د فرانسې ولسمشر له سپکاوي ډکې وروستۍ څرګندونې غندلې او په دې اړه یې د اسلامي نړۍ چوپتیا د تاسف وړ بللې ده. 

نن (د لړم ۹مه) د حضرت محمد ص د میلاد په مناسبت د حکومتي مسوولینو او د پروان ولایتي او علماوو شورا د ځینو غړو په ګډون د ولایت په مقام کې مراسم نیول شوي وو.

د پروان د والي مرستیال شاه ولي شاهد چې په دغو مراسمو کې یې ګډون درلود، د فرانسې د ولسمشر څرګندونې غیر مسوولانه او د اسلام دین پر وړاندې یې ښکاره بې حرمتي وبلله.

هغه د دغو څرګندونو په اړه د اسلامي نړۍ چوپتیا خواشینوونکې وبلله او زیاته یې کړه: ((زما هیله دا ده چې د اسلامي نړۍ ټول هېوادونه او عالمان راپورته شي او غلي دې نه پاتې کېږي او د دغسې خبرو پر وړاندې دې غبرګون وښيي.))

په همدې مهال په پروان ولایت کې د عالمانو شورا رییس محمد جاوېد حنفي د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو د  غندنې ترڅنګ د پروان له سیمه ییز حکومت او خلکو وغوښتل چې د لاریونونو او راټولېدنو له لارې دې د فرانسې د ولسمشر یاد عمل وغندي.

د فرانسې د دولت وروستي اقدامات غندي او د پروان له سیمه ییز حکومته غواړي چې د لویو غونډو په جوړولو او یا لاریونونو په ترسره کولو دې په دې اړه ښکاره دریځ ولري.

دغه راز د پروان ولایتي شورا رییس امین الله شکوري هم د فرانسویانو پر وړاندې د اسلامي نړۍ چوپتیا د پوښتنې وړ بولي.

هغه زیاتوي: ((که مسلمانان او یا اسلامي هېوادونه د حضرت محمد ص د تحقیر یا سپکاوي پر وړاندې چې د فرانسې له خوا شوی، چوپ وي، لویه ګناه به وي.))

 د مسلمانانو او فرانسې ترمنځ ناندرۍ وروسته له هغه راپورته شوې چې په فرانسه کې د تاریخ د یوه استاد، په دې جرم چې په ټولګي کې یې حضرت محمد ص ته منسوب کاریکاتور ښودلی و، د یوه کس له خوا د چړې په وسیله سر پرې شو.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون تېره چهارشنبې په مطبوعاتي څرګندونو کې اعلان وکړ چې هېواد یې په فرانسوي مجله شارلي ابدو کې د حضرت محمد ص په اړه پر خپرو شوو کاریکاتورونو سترګې نه پټوي.

هغه اسلام یو افراطي دین وباله او اسلامي مقدساتو ته له خپرېدونکو کاریکاتورونو یې ملاتړ څرګند کړ او هغه یې د سیکولریزم له ارزښتونو ملاتړ وباله او ویې ویل چې په فرانسوي ښوونکي باندې برید د اسلامي ترهګرۍ ځانګړنې لري او یاد ښوونکی "د بیان ازادي روزنې" لپاره وژل شوی دی. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.