ترينکوټ (پژواک، ١٠ لړم ٩٩) : د اروزګان ولايت د ملي امنيت رياست مرستيال د دهراوود ولسوالۍ په جګړه کې ټپي شوى دى.
د دهراوود ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د لړم په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت مرستيال غلام قادر کمين له تېرو څو اوونيو راهيسې د دهراوود په جګړه کې بوخت دى.
سرچينې زياته کړه، چې پرون ناوخته د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوې نښتې پر مهال ټپي، خو يو ساتونکى يې وژل شوى دى.
يادې امنيتي سرچينې وويل چې څو ورځې مخکې د ولسوالۍ مرستيال ولسوال هم په نښته کې وژل شوى دى.
په دهراوود ولسوالۍ کې له څو ورځو راهيسې جګړه روانه ده چې له امله يې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دهراوود ولسوال ويلي، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، نو ولسوالي يې سقوط کوي.
وسله و الو طابانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP