ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې له امله د ګردېز ــ زرمت سړک څلورو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ماين چاودنې له امله د ګردېز ــ زرمت سړک څلورو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
31 Oct 2020 - 18:33
د ماين چاودنې له امله د ګردېز ــ زرمت سړک څلورو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
31 Oct 2020 - 18:33

ګردېز(پژواک،١٠لړم٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې نن ماښام مهال د ګردېز ــ زرمت پر سړک د وسله والو طالبانو له خوا د ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله د ياد سړک يو کارکوونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د پکتيا سرپرست امنيه قوماندان سمونوال لطف الله کامران وايي چې وسله والو طالبانو د ګردېز اړوند په ابراهيم خېلو سيمه کې د سړک کارکوونکو ته ماينونه ځای پر ځای او کمين نيولی و، چې د يوه ماين په چاودنه کې د سړک يو کارکوونکی وژل شوی او درې نور ټپيان دي.   

کامران وايي چې دوو نورو ماينونو ته پوليسو چاودنه ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه:((تروريستانو طالبانو د زرمت ــ ګردېز سړک ته، چې نوی جوړيږي، ماينونه ايښي وو او په عين حال کې يې کمين ورته نيولی و. کله چې خوار، غريب کاريګر هلته ځي، ماين انفجار پرې کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي. پوليس عاجل اقدام کوي، دوه تنه ماين خښوونکي يې لاس په لاس نيولي او يو تن يې فرار کړی؛ په دې تړاو هم لس شکمن کسان نيول شوي دي.))

 د پکتيا د حوزوي روغتون مسوولين وايي چې دوی ته د پېښې له ځايه يو مړی او يو ټپي ور وړل شوي دي. دوه تنه نور ټپيان د ګردېز ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.