ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د اوړو، بورې او مایع ګازو بیه لوړه شوې

په کابل ښار کې د اوړو، بورې او مایع ګازو بیه لوړه شوې

author avatar
31 Oct 2020 - 16:33
په کابل ښار کې د اوړو، بورې او مایع ګازو بیه لوړه شوې
author avatar
31 Oct 2020 - 16:33

کابل (پژواک،١٠ لړم ٩٩): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د اوړو، بورې او مایع ګازو بیې لوړې شوې دي خو د نورو لومړنیو موادو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۷۵۰ افغانۍ او د ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۲۰۰ څخه ۲۳۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل، د یادو موادو بیه د وارداتو د کمښت او هغو ته د تقاضا د ډېروالی له امله لوړه شوې ده.

خو د ده په خبره، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده توګه د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو موادو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ١٨٠٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ٢٣٥٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ٢٤٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١٤٥٠افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳٣٠ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ٣٧٥٠ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي زره زر په ۳۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د مایع ګاز بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۵ افغانۍ څخه ۶۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه وايي، مایع ګاز ته د تقاضا د ډېرښت او هوا سړېدو له امله د ګاز بیه لوړه شوې ده.

خو د تېلو او لرګیو بیو کې تغییر نه دی کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.