منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۴ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې د اوړو، بورې او مایع ګازو بیه لوړه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۹۹ کتنې

کابل (پژواک،١٠ لړم ٩٩): نن په کابل کې د تېرې شنبې په پرتله د اوړو، بورې او مایع ګازو بیې لوړې شوې دي خو د نورو لومړنیو موادو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د خوراکي توکو یوه عمده پلورونکي حامد صوفي پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۷۵۰ افغانۍ او د ۵۰ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۲۰۰ څخه ۲۳۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل، د یادو موادو بیه د وارداتو د کمښت او هغو ته د تقاضا د ډېروالی له امله لوړه شوې ده.

خو د ده په خبره، نن د تېرې شنبې په څېر په عمده توګه د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو موادو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین پژواک ته وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ١٨٠٠ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ٢٣٥٠ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ٢٤٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ١٤٥٠افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳٣٠ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ٣٧٥٠ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي زره زر په ۳۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د مایع ګاز بیه لوړه شوې ده.

د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۵ افغانۍ څخه ۶۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه وايي، مایع ګاز ته د تقاضا د ډېرښت او هوا سړېدو له امله د ګاز بیه لوړه شوې ده.

خو د تېلو او لرګیو بیو کې تغییر نه دی کړی.

د لرګیو یوه عمده پلورونکي عبدالحکیم وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ۸۰۰۰ افغانۍ او یو خروار سره ارچه په ۸۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د وزیر اباد د تېلو ټانګ د کارکوونکي احمد جاوېد د معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۳۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۳۶ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، د تېرې شنبې په نسبت نن د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ٧٦،٨٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې ٤٧٥ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د لړم په درېیمه د یوه امریکايي ډالر بیه ٧٦.٩٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٧٩  افغانۍ بدلېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد