ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ولایت مقام کې چاودنې ۱۱ سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندوز ولایت مقام کې چاودنې ۱۱ سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
1 Nov 2020 - 20:06
د کندوز ولایت مقام کې چاودنې ۱۱ سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
1 Nov 2020 - 20:06

کندوز (پژواک، ۱۱ لړم ۹۹) : د کندوز په ولایت مقام کې د یوې چاودنې له امله شاوخوا ۱۱ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 یوې باوري امنیتي سرچینې د لړم په ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن ماښام مهال د ولایت مقام دننه میلمستون سره په هغه ځای کې چاودنه وشوه، چې د والي ساتونکو او نورو سرتیرو د والیبال لوبه کوله.

سرچینې زیاته کړه، چې هلته د هوان د یوې مرمۍ لګیدو له امله درې سرتیري وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د کندوز د عامې روغتیا رییس ډاکټر احسان الله فضلي پژواک ته وویل چې ملکي روغتون ته دوه جسدونه او اته ټپیان راوړل شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي پژواک ته وویل چې په دې پيښه کې څلور سرتیري وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

نوموړی وایي چې تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم او په اړه یې څیړنې پیل شوې دي.

ددې پيښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.