ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ کسان پر کرونا اخته شوي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ کسان پر کرونا اخته شوي

author avatar
1 Nov 2020 - 14:51
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۶ کسان پر کرونا اخته شوي
author avatar
1 Nov 2020 - 14:51

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۷۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۵۰۱ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د لړم په ۱۱مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۳۰۷ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۷۶ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۵۰۱ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې  ۲۳ په کابل، ۲۰ په غزني، ۸ په بامیان، ۵ په لغمان، څلور-څلور په نیمروز او پروان، دوه – دوه تن په ننګرهار، بغلان، میدان وردګ، کونړ او نورستان، يو – يو په کندهار او کندوز ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.

خو په خپاره شوي جدول کې د هرات ولايت د کرونا پېښو په اړه څه نه دي ويل شوي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۵ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۴۳۲۶ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله څوک نه دی مړه شوي خو له دې سره سره د کرونا ناورغۍ له امله د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٣٦ ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې په هېواد کې د کرونا دويم موج د رامنځته کېدو په حال کې دى، خو دوى يې پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره چمتووالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.