کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ویروس د تېرو اوونیو په پرتله په هېواد کې مخ په ډېرېدو دی او مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.
د عامې روغتیا له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني نن په يوه خبري ناسته کې وویل چې په هېواد کې د کرونا ناروغي پېښې د تېرو اوونیو په پرتله مخ په ډېرېدو دي.
د نوموړي په وینا چې که څه هم په هېواد کې د کرونا ناروغۍ پېښې ډېرې شوې خو د ګاونډیو هېوادونو په پرتله کمې دي او د خلکو ترمنځ له دې اړخه باید هېڅ وېره شتون ونه لري؛ ځکه چې وېره په خپله د معافیت سیستم کمزوری کوي.
په دې ناسته کې همدارنګه عثماني په لازمي ډول د ماسک پر استفادې ټینګار وکړ او پر خلکو یې غږ وکړ چې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار روغتیایي سپارښتنې، په ځانګړې توګه د ماسک تړل دې په جدي ډول عملي شي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په روغتیايي مرکزونو کې د کرونا ویروس د دويمې څپې د مخنیوي په برخه کې د وزارت د اقداماتو په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د کابل او ولایتونو په ټولو روغتونونو کې د کرونا ناروغانو لپاره درملنې څانګې جوړې شوې او روغتونونه د امکاناتو او اسانتیاوو له اړخه سمبال شوي دي.
له بلې خوا ډاکتر عثماني په ایران او پاکستان کې د کرونا وضعیت د اندېښنې وړ وباله او پر خلکو یې غږ وکړ چې یادو هېوادونو ته دې له غیر ضروري سفرونو ډډه وشي.
د عامې روغتیا وزیر د خصوصي لابراتوارونو د څارنې په اړه وویل چې د خصوصي لابراتوارونو دندې د عامې روغتیا وزارت له خوا په جدي ډول څارل کېږي او که چېرې دوی د کرونا د ټیسټ پایلې په وړاندې کولو کې سرغړونه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د یادونې ده، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کرونا ویروس ۴۵۳ شکمنې نمونې معاینه شوې دي چې له ډلې یې ۱۳۲ مثبتې پېښې تايید شوې دي، پر کرونا اخته ۱۵ کسان روغ شوي او پنځه کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن