ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مصري کمپنۍ په افغانستان کې هم د زېربنا او انرژۍ سکټور برخو کې پانګونه کوي

مصري کمپنۍ په افغانستان کې هم د زېربنا او انرژۍ سکټور برخو کې پانګونه کوي

author avatar
2 Nov 2020 - 14:39
مصري کمپنۍ په افغانستان کې هم د زېربنا او انرژۍ سکټور برخو کې پانګونه کوي
author avatar
2 Nov 2020 - 14:39

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹): ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د حسن علم هولډنګ مصري کمپنۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پنځه میلیارد ډالر پانګونې ترڅنګ په افغانستان کې هم د زېربنا او انرژۍ سکټور په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

له ولسمشرۍ ماڼۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د حسن علم هولډنګ مصري کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې چې په کابل کې د مصر سفیر هم حضور درلود، په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

د یادې خبرپاڼه له مخې، ولسمشر غني په دې کتنه کې وویل چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګونو لپاره ګڼ فرصتونه لري او له دغو فرصتونو د استفادې په موخه د بهرنیو پانګه والو کمپنیو ته دروازې پرانيستې دي.

د دې خبرپاڼه پر بنسټ، د حسن علم کمپنۍ مسوولینو په بېلابېلو هېوادونو کې پنځه میلیارد ډالر پانګونې ته په اشارې په افغانستان کې هم د زیربنا او انرژۍ سکتور کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده.

خبرپاڼه کاږي چې په کابل کې د مصر سفیر او د یادې کمپنۍ مسوولینو په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو ته په اشارې وویل، د اوږدمهاله برنامو او مشارکت له لارې به د کانونو، انرژۍ او زېربنا برخو کې خپلې نړیوالې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي او ګډ کار به وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.