ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​په کابل ښار کې د ميدان وردګو يو څارنوال وژل شوی

​په کابل ښار کې د ميدان وردګو يو څارنوال وژل شوی

author avatar
2 Nov 2020 - 14:53
​په کابل ښار کې د ميدان وردګو يو څارنوال وژل شوی
author avatar
2 Nov 2020 - 14:53

کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩): د افغانستان لويه څارنوالي وايي چې په کابل ښار کې د ميدان ورګو ولايت يو څارنوال وژل شوى دى.

د لويې څارنوالۍ له خوا د لړم په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې نن سهار د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سيمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا د خواجه حنيف صديقي په نوم يو څارنوال وژل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې څارنوال صديقي د ميدان وردګو ولايت د نظامي څارنوالۍ د احکامو د تنفيذ په رياست کې دنده درلوده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغه له کوره د دندې پر لور روان و چې وسله والو پرې برید کړی دی.

د لويې څارنوالۍ مشرتابه د دې پېښې د غندلو ترڅنګ اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په کابل کې د ترور او هدفي وژنو پېښې زياتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح د کابل د امنيت مسووليت پر غاړه اخيستی او هر سهار له بېلابېلو ارګانونو سره په دې تړاو ناستې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.