ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا خلک: په هېواد کې د ټولو ناخوالو لامل د طالبانو له خوا جګړه ده

د پکتیا خلک: په هېواد کې د ټولو ناخوالو لامل د طالبانو له خوا جګړه ده

author avatar
3 Nov 2020 - 15:50
د پکتیا خلک: په هېواد کې د ټولو ناخوالو لامل د طالبانو له خوا جګړه ده
author avatar
3 Nov 2020 - 15:50

ګردېز (پژواک، ۱۳ لړم ۹۹): د پکتيا پوهنتون سلګونه محصلينو، استادانو، ولايتي چارواکو او د دغه ولايت ګڼو اوسېدونکو پر کابل پوهنتون وروستى بريد وغانده او ويې ويل چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان د نا امنيو د حل په برخه کې خپل مسووليت ترسره کړي.

هغوی د شهيد شوو محصلينو په ياد د قران عظيم الشان ختم وکړ او د ټپيانو لپاره يې وينه ورکړه.

دغه راز یادو کسانو دغه بريد انساني ناورين وباله او ويې ويل چې د وسله والو طالبانو له خوا روانې جګړې په هېواد کې هر ډول ناامني، بې ثباتي او فساد ته لاره هواره کړې ده.

د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد ايمل ښمر وايي چې پر پوهنتون بريد ټولو خلکو ته يې په ذهني لحاظ ټکان ورکړی او دا ډول بريدونه ثابتوي چې ترهګر هېڅ انساني ارزښت ته درناوی نه لري.

ښمر پژواک ته وويل: ((پر کابل پوهنتون بريد په ټوله کې پر علم، پوهه، قلم او ټولو معنوي ارزښتونو بريد دی چې نه په انسانيت، نه اسلاميت او هېڅ يوه عقيده کې نه توجيه کېږي او نه څوک ورته د روا والي روايت برابرولای شي.))

محصلينو وويل چې ترهګر د ځوانانو له بيداري وېره لري، خو دوی به د هېواد او خلکو لپاره په پوره هڅه او تمرکز خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

د دوی له ډلې د شرعياتو پوهنځي محصل اکرام جمعه وايي: ((پر پوهنتون، مکتب، کورس، انسټيټيوټ، روغتون، ښار او بازار بريد او بې ګناه انسانانو ته زيان اړول حرام دي او دا ډول چارې يوازې خوارج تر سره کولای شي. موږ له ټولو ډلو غواړو چې لطفا د زده کوونکو او محصلينو له وژلو او زخمي کولو لاس واخلي.))

د انجنيري پوهنځي محصلې سُميې پژواک ته وويل چې دا ډول پېښې به د ښځو د پياوړتيا او تحصيل مخه ونه شي نيولای او دوی به د وژل شوو محصلينو په څېر د هېواد د ابادي پر فکري لاره يون ته دوام ورکړي.

سُميه وايي: ((پر کابل پوهنتون بريد غير انساني او د نه بښلو عمل دی. له ترهګرو غواړم چې محصلينو هېڅ ګناه نه وه کړې او لطفا افغانان پرېږدئ چې لږ د ارام ساه واخلي.))

مدني فعال قاري حقمل نيوکه کوي چې په دولت کې بېساري فساد هم روانو جګړو ته زمينه برابره کړې او که دولت په ملکي او نظامي برخه کې پر سمونونو جدي کار ونه کړي، نو د خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

حقمل وايي: ((څومره چې د طالب او نورو ترهګرو ډلو وحشت زيان اړوونکی او وطن تباه کوونکی دی، همدومره په دولت کې شته بې کچې فساد وطن تباهي ته روان کړی دى.))

د پکتيا والي محمد حليم فدايي وويل چې وسله وال طالبان د ياد بريد د مسووليت پر نه منلو له پړې څخه ځان نه شي خلاصولای او دوی په ياده پېښه کې ګرم دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.