ګردېز (پژواک، ۱۳ لړم ۹۹): د پکتيا پوهنتون سلګونه محصلينو، استادانو، ولايتي چارواکو او د دغه ولايت ګڼو اوسېدونکو پر کابل پوهنتون وروستى بريد وغانده او ويې ويل چې نړيواله ټولنه دې د افغانستان د نا امنيو د حل په برخه کې خپل مسووليت ترسره کړي.
هغوی د شهيد شوو محصلينو په ياد د قران عظيم الشان ختم وکړ او د ټپيانو لپاره يې وينه ورکړه.
دغه راز یادو کسانو دغه بريد انساني ناورين وباله او ويې ويل چې د وسله والو طالبانو له خوا روانې جګړې په هېواد کې هر ډول ناامني، بې ثباتي او فساد ته لاره هواره کړې ده.
د پکتيا پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد ايمل ښمر وايي چې پر پوهنتون بريد ټولو خلکو ته يې په ذهني لحاظ ټکان ورکړی او دا ډول بريدونه ثابتوي چې ترهګر هېڅ انساني ارزښت ته درناوی نه لري.
ښمر پژواک ته وويل: ((پر کابل پوهنتون بريد په ټوله کې پر علم، پوهه، قلم او ټولو معنوي ارزښتونو بريد دی چې نه په انسانيت، نه اسلاميت او هېڅ يوه عقيده کې نه توجيه کېږي او نه څوک ورته د روا والي روايت برابرولای شي.))
محصلينو وويل چې ترهګر د ځوانانو له بيداري وېره لري، خو دوی به د هېواد او خلکو لپاره په پوره هڅه او تمرکز خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
د دوی له ډلې د شرعياتو پوهنځي محصل اکرام جمعه وايي: ((پر پوهنتون، مکتب، کورس، انسټيټيوټ، روغتون، ښار او بازار بريد او بې ګناه انسانانو ته زيان اړول حرام دي او دا ډول چارې يوازې خوارج تر سره کولای شي. موږ له ټولو ډلو غواړو چې لطفا د زده کوونکو او محصلينو له وژلو او زخمي کولو لاس واخلي.))
د انجنيري پوهنځي محصلې سُميې پژواک ته وويل چې دا ډول پېښې به د ښځو د پياوړتيا او تحصيل مخه ونه شي نيولای او دوی به د وژل شوو محصلينو په څېر د هېواد د ابادي پر فکري لاره يون ته دوام ورکړي.
سُميه وايي: ((پر کابل پوهنتون بريد غير انساني او د نه بښلو عمل دی. له ترهګرو غواړم چې محصلينو هېڅ ګناه نه وه کړې او لطفا افغانان پرېږدئ چې لږ د ارام ساه واخلي.))
مدني فعال قاري حقمل نيوکه کوي چې په دولت کې بېساري فساد هم روانو جګړو ته زمينه برابره کړې او که دولت په ملکي او نظامي برخه کې پر سمونونو جدي کار ونه کړي، نو د خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
حقمل وايي: ((څومره چې د طالب او نورو ترهګرو ډلو وحشت زيان اړوونکی او وطن تباه کوونکی دی، همدومره په دولت کې شته بې کچې فساد وطن تباهي ته روان کړی دى.))
د پکتيا والي محمد حليم فدايي وويل چې وسله وال طالبان د ياد بريد د مسووليت پر نه منلو له پړې څخه ځان نه شي خلاصولای او دوی په ياده پېښه کې ګرم دي.
فدايي وايي: ((که وسله وال طالبان اوربند وکړي، د ناامنيو چتر له منځه ځي، خو ياده ګمراه ډله نه د افغانستان او نړۍ د ديني عالمانو مني، نه قرآن او حديث مني او نه کومو انساني اصولو او ارزښتونو ته قايل دي. په ياد ولرئ چې تاسو تاريخ بايللی او ډېر بد عاقبت به ولرئ.))
د يادونې ده، تېره ورځ يو شمېر وسله والو د کابل پوهنتون مخې ته لومړى چاودنه وکړه او وروسته د حقوقي پوهنځې د ستاژ برخې ودانۍ ته داخل شول.
يادو بريدګرو شاوخوا پنځه ساعته له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه چې په دې موده کې د محصلينو په ګډون ٢٢ کسان و وژل شول او ٢٢ نور ټپيان شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










