ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کابل پوهنتون برید، زموږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي ده

پر کابل پوهنتون برید، زموږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي ده

author avatar
3 Nov 2020 - 09:06
پر کابل پوهنتون برید، زموږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي ده
author avatar
3 Nov 2020 - 09:06

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹): د ولسمشر مرستیال وایي چې پر کابل پوهنتون برید، د حکومت لپاره یوه استخباراتي ناکامي او انساني ناورین دی.

نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې یو شمېر وسله والو بریدګرو لومړی د کابل پوهنتون په دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي ستاژ برخې ته د ننه شوي دي.

پر کابل پوهنتون برید کې تراوسه ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو په سلګونو نور بند پاتې کسان ژغورل شوي او جګړه لا هم روانه ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو ساعت وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه برید د طالبانو او د هغوی د همفکرانو د وجدان ګندګي ښیي.

هغه زیاته کړې: «دغه برید نن او له نن وروسته هېڅ وخت توجیه نه لري. لعنت پر طالب، همفکرانو او د طالبانو پر ملاتړو.»

د هغه په خبره، پر کابل پوهنتون برید د حکومت لپاره یوه استخباراتي ناکامي او انساني ناورین دی.

صالح وایي: «پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي ده.»

ولسمشرۍ ریاست:

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «پر کابل پوهنتون د نن ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. موږ پر خپلو امنیتي ځواکونو پوره باور لرو څو ژر تر ژره ترهګر له منځه یوسي.»

هغه لیکلي چې په هلمند کې د ترهګرو له کلکې ماتې وروسته اوس دغه ډلې وېشل شوې دي او علمي ځایونه په نښه کوي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا:

بلخوا، د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوې خبرپاڼې په خپرولو وېیلي چې نن یو ځل بیا خونړیو ترهګرو پر کابل پوهنتون برید کې یو شمېر بېګنا نجونو او هلکانو محصلینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.