کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۹۹): د ولسمشر مرستیال وایي چې پر کابل پوهنتون برید، د حکومت لپاره یوه استخباراتي ناکامي او انساني ناورین دی.
نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې یو شمېر وسله والو بریدګرو لومړی د کابل پوهنتون په دروازه کې چاودنه وکړه او وروسته د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي ستاژ برخې ته د ننه شوي دي.
پر کابل پوهنتون برید کې تراوسه ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو په سلګونو نور بند پاتې کسان ژغورل شوي او جګړه لا هم روانه ده.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح یو ساعت وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه برید د طالبانو او د هغوی د همفکرانو د وجدان ګندګي ښیي.
هغه زیاته کړې: «دغه برید نن او له نن وروسته هېڅ وخت توجیه نه لري. لعنت پر طالب، همفکرانو او د طالبانو پر ملاتړو.»
د هغه په خبره، پر کابل پوهنتون برید د حکومت لپاره یوه استخباراتي ناکامي او انساني ناورین دی.
صالح وایي: «پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره یوه استخباراتي ناکامي ده.»
ولسمشرۍ ریاست:
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: «پر کابل پوهنتون د نن ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. موږ پر خپلو امنیتي ځواکونو پوره باور لرو څو ژر تر ژره ترهګر له منځه یوسي.»
هغه لیکلي چې په هلمند کې د ترهګرو له کلکې ماتې وروسته اوس دغه ډلې وېشل شوې دي او علمي ځایونه په نښه کوي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا:
بلخوا، د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یوې خبرپاڼې په خپرولو وېیلي چې نن یو ځل بیا خونړیو ترهګرو پر کابل پوهنتون برید کې یو شمېر بېګنا نجونو او هلکانو محصلینو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په اعلامیه کې راغلي: "دا برید د بشریت پروړاندې ښکاره جنایت او جنګي جرم دی، ترهګرو د زده کړې پر مرکزونو او پوهنتونونو پر برید څرګنده کړه چې دوی له علم، پوهې، او روښانتیا سره دښمني لري.»
د عبدالله په خبره، د ترهگرو ډلو دا ډول انګېرنه ناسمه ده چې دوی به د ورته وحشي او ناروا بریدونو له لاري خپلې موخې ترلاسه کړي.
د عیني شاهدانو نظر:
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي یوه محصل محمد شعیب وویل: «موږ په درس بوخت وو چې د ډزو غږ مو واورېد او استادانو موږ له ټولګي بهر کړو او د محصلینو د ډېر راټولېدو له امله او د چاودنې او بریدګرو د جګړې له وېرې مو خپل ځانونه پټ کړل او یو ساعت وروسته د امنیتي ځواکونو په مرسته له سیمې بهر شوو.
هغه د طالبانو لخوا د برید د مسوولیت نه منلو ته په اشاره وویل، طالبان غواړي په دغه برید سره د خلکو ذهنونه بدل کړي او په رسنیو کې تظاهر کوي څو خلک هغوی ښه وګڼي؛ اما له دوی پرته بل چا دغه برید نه دی ترسره کړی.
نوموړی وایي چې د حقوقو پوهنځي یو شمېر محصلین برمته نیول شوي دي.
یو شمېر نورو کسانو هم ورته نظر درلود، او وېیل یې چې خلک د طالبانو په خبرو نه دوکه کېږي او هرڅوک پوهیږي چې دا ډول بریدونه د طالبانو لخوا تنظیمېږي.
د کابل ښاریانو نظر او نیوکې:
د کابل یو اوسېدونکی ګل نبي واحدي پر حکومت او د امنیتي بنسټونو پر چارواکو نیوکه کوي او وايي، پر کابل پوهنتون د ترهګرو برید، د استخباراتي، کشفي او امنیتي بنسټونو کمزورتیا ښیي.
هغه پر یوه اکاډمیک مرکز د برید په اړه له نیوکې سره وویل: «د اشرف غني، امرالله صالح، سرور دانش او نورو لپاره شرم دی او باید زهر وخوري او ځانونه اعدام کړي.»
نوموړی وایي، هغو کسانو چې دغه برید یې ترسره کړ د اعلامیې په خپرولو سره ځان بې ګناه وښود، خو که چېرته په رښتیا مسلمانان وي، اوربند دې وکړي او له جګړې د لاس واخلي.
بلخوا، د وسله والو طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد پژواک ته وویل چې دغه برید له طالبانو سره هېڅ تړاو نه لري.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه هېچا پر غاړه نه دی اخیستی.
کابل پوهنتون دا مهال شاوخوا ۲۵ زره محصلین لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










