ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر کابل پوهنتون برید د سولې لپاره راټوکېدلې هيلې له منځه یووړې”

“پر کابل پوهنتون برید د سولې لپاره راټوکېدلې هيلې له منځه یووړې”

author avatar
3 Nov 2020 - 16:33
“پر کابل پوهنتون برید د سولې لپاره راټوکېدلې هيلې له منځه یووړې”
author avatar
3 Nov 2020 - 16:33

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۹۹): لاریونوالو پر کابل پوهنتون د برید په اړه له حکومته سپیناوی وغوښت او مشرانو جرګې دغه برید له افغانانو سره د دښمنۍ او ظلم وروستی حد وباله.

له لاریونوالو ځینو له طالبانو سره د سولې خبرو د درېدو او امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه کوله او ویل یې چې په دغه برید سره د سولې لپاره د خلکو راټوکېدلې هيلې له منځه ولاړې.

کابل کې شاوخوا دوه سوه زده کړیالانو او ځینو مدني فعالانو پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې برید د یوه لاریون په ترڅ کې وغانده او وویل یې چې حکومت دې د برید عاملین ونیسي.

حکومتي سرچیني وایي، تېره ورځ درېیو وسله والو بریدګرو پر کابل پوهنتون برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۲ محصلین او استادان ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول.

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز استاد محمد وصیل شرافت پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ شاوخوا ۱۱ بجې د دغه مرکز د غونډو تالار له لوري چې د دغه مرکز د ودانۍ په کین اړخ کې دی، څو بریدګر ودانۍ ته ننوتل او د یوه ساتونکي له وژلو وروسته یې پر محصلینو ډزې پیل کړې.

دی وایي، په دغه مرکز کې ۵ ټولګي دي چې تېره ورځ په کې شاوخوا ۲۵۰ استادان او محصلان شتون درلود.

د ده په وینا، بریدګرو د یاد مرکز په لومړي پوړ کې یوازې په یوه ټولګي کې تر ۱۴ پورې زده کړیالان وژلي، ځیني هغه زده کړیالان ژغورل شوي چې له دویم پوړ یې ځانونه غورځولي وو.

نن یو شمېر زده کړیالانو د یاد پوهنتون په شمالي دروازه کې اعتراضي غونډه وکړه او هلته یې د تحصن خېمه ودروله.

د لاریون یوه ګډونوال رحمان حاجي زاده پژواک خبری اژانس ته وویل: "حکومت دې پوهنتون ته د وسله والو ننوتلو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي چې څنګه له وسلو او جنګي توکو سره پوهنتون ته داخل شوي دي؛ دا موضوع باید وڅېړل شي او عاملین یې باید جزا وویني."

هغه زیاته کړه، حکومت باید په پوهنتون کې هغه استادان او زده کړیالان په نښه کړي او قانوني چلند دې ورسره وکړي چې نور زده کړیالانو افراطیت او د نظام ضد کړنو ته هڅوي.

له هغو خونو چې تېره ورځ برید په کې شوی، په یوه خونه کې د طالبانو بیرغ چې په وینو لړلی و، پروت و او پر یوه دېوال یې لیکلي وو: «امارت زنده باد- د شهادت وروستی وخت.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو دغه برید غندلی او ویلی یې دي چې دوی نه دی کړی. خو داعش ډلې ته په منسوبه اعلامیه کې راغلي چې دغه برید د داعش ډلې کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.