ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې موټربم بريد له امله دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

کندوز کې موټربم بريد له امله دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي

author avatar
3 Nov 2020 - 10:27
کندوز کې موټربم بريد له امله دوه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي
author avatar
3 Nov 2020 - 10:27

تعقيبي-کندوز ښار (پژواک، ١٣ لړم ٩٩): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک د موټربم بريد له امله دوه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم بريد شوى دى.

هغه وايي چې له بريد وروسته په سيمه کې جګړه پيل شوه.

خو د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

ده وويل: ((طالب وسله والو غوښتل چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي خو د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او خپلې موخې ته ونه رسېدل.))

مرادي وايي چې په ياده جګړه کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي او وسلې يې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د هغه په وينا، په دغه برید کې د امام صاحب ولسوالۍ یو شمېر ښاریانو ته مالي زیانونه اوښتي چې د کندوز والي عبدالستار میرزکوال د امام صاحب ولسوال او نورو مسوولینو ته دنده ورکړې څو د پېښې زیانمنو کسانو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي وايي چې د موټربم یاد بريد له امله د شاوخوا کورونو ښيښې ماتې شوې او خلکو ته مالي زيان اوښتى دى.

ايوبي وايي چې په دغه بريد کې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته د افغان دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جګړو ترڅنګ د موټربم او ځانمرګي بريدونو کچه هم لوړه شوې چې له امله يې هره ورځ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.