ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل: د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ خلکو داعش ته ماتې ورکړې ده

امرخېل: د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ خلکو داعش ته ماتې ورکړې ده

author avatar
5 Nov 2020 - 11:56
امرخېل: د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ خلکو داعش ته ماتې ورکړې ده
author avatar
5 Nov 2020 - 11:56

جلال اباد (پژواک، ١٥ لړم ٩٩): د ننګرهار والي وايي، د کوټ خلکو د خپلو سينو په سپر کولو سره ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړه او حکومت هم ورته په ټولو برخو کې د پاملرنې ژمنتیا لري .

د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل پرون د دغه ولايت کوټ ولسوالۍ ته د ملکي او نظامي مسوولینو په ملتیا د سفر پر مهال پراخې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د يو شمېر پروژو پرانيسته هم وکړه.

امرخېل په خپله وينا کې وویل چې د کوټ ولسوالۍ خلکو د داعش د ظلم او استبداد پر وړاندې سينې سپر کړې، خپله سيمه يې د دوی له وحشتونو پاکه کړه، له همدې امله حکومت ورته په ټولو برخو کې د لازمې پاملرنې ژمنتیا لري .

هغه زياته کړه: "وياړ کوم چې د هغه ولس ټاټوبي کې يم چې د داعش د ظلم او استبداد پر وړاندې يې سينې سپر کړې او له حکومت سره يې په ګډه د کوټ خاوره د دوی له ظلم څخه خلاصه کړه."

والي وايي، نن ټولې نړۍ ته د کوټ د خلکو د مېړانې ثبوت وړاندې کوي او هغه دا دی چې نن تر شنه اسمان لاندې یې په بشپړ امنيت کې په يوې لويې ولسي غونډه کې ګډون کړى دى.

ده ننګرهاريانو ته په خطاب کې وويل، کوټوالو د خپلو سرونو په نظرانې سره امنيت راوستلی او نن په ښه امنيت کې ژوند کوي او له ټولو قومونو يې وغوښتل چې د امنيت په ټينګښت او پرمختيايي چارو کې حکومت سره همکاري وکړي.

امرخېل وويل: "ژمنه کوم په کوټ ولسوالۍ کې به په بېلابېلو برخو کې پروژې تطبيق کوو همدا مهال په ګڼ شمېر برخو کې پنځه پنځوس پروژې تر کار لاندې دي چې په نږدې وخت کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي."

نوموړي زياته کړه چې مسوولينو او مخورو له لوري يې په ګڼ شمېر برخو کې ستونزې يادښت کړې او هيله يې وښوده چې په راتلونکي مالي کال کې به ورته لازمه پاملرنه وکړي، همدا راز یې له قومي مخورو وغوښتل چې د دښمن د تخريب مخه ونيسي، يووالی غوره کړي او د خپلو سيمو د امنيت او پرمختګ کې هلې ځلې وکړې.

نوموړی وايي، ريښتيني اتلان هغه څوک دی چې بيا رغونه کوي، يووالی او پرمختګ رامنځته کوي او هغه څوک چې وژنې کوي او د خلکو کورونه ورانوي قهرمانان نه؛ بلکې ظالمان دي او په ورځ د قيامت به يې ځواب وايي.

د ننګرهار والي وايي، سوله، امنيت او پرمختګ رامنځته کول د خلکو په لاس کې دي او هيله يې وکړه چې د دغو ارزښتونو لاسته راوړلو په موخه له حکومت سره همکاري وکړي او هېواد ته نجات ورکړي.

د کوټ ولسوالۍ ولسي ملاتړ مشر حاجي حيات خان په کوټ ولسوالۍ کې د داعش د ظلم او جنګونو، د ولسونو د يووالي او له حکومت سره د همکارۍ، امنيت ساتلو او نورو برخو کې د ننګرهار والي ته معلومات ورکړل او ژمنه يې وکړه چې خپل يووالی او له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ به تل وساتي.

دوي وويل، دا چې کوټ ولسوالۍ ته په ډېرو برخو کې پرمختيايي چارې تر سره شوي؛ خو د ښوونځيو، جوماتونو، اوبو بندونو، استنادي دېوالونو، پلونو، سړکونو جوړولو او نورو برخو کې د پروژو تطبیق غوښتنې وکړې چې د ننګرهار د والي له لوري ورته د قانوني اقداماتو ډاډ ورکړل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.