جلال اباد (پژواک، ۱۵لړم ٩٩): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د بيارغونې د دوو پروژو د پرانيستې ترڅنګ پر بېوزلو کورنيو د لسګونه ميليونه افغانيو د مرستې لړۍ هم پيل شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي ضياء الحق امرخېل پرون کوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د بيارغونې يو شمېر پروژې پرانيستلې.
هغه زياته کړه چې په دغه سفر کې چې د پوهنې ريیس حسیب الله شینواري او يو شمېر نورو ملکي او نظامي چارواکو يې هم ملتيا کوله، په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۴ میليونه افغانيو په مالي لګښت د سې پای عالي لېسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله.
خوږياڼئ وويل، دغه ښوونځی د ښار جوړونې وزارت له لوري د څلرويشت ميليونه افغانيو په مالي لګښت په اتو مياشتو کې په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې شپاړلس درسي او څلور اداري خونې، لس تشنابونه، د پاکو اوبو څاه، ۲۸۰ متره د احاطې دېوال او نور ملحقات لري.
د ننګرهار والي امرخېل وويل چې علمي پروژې د ډېر اهميت وړ دي او د سيمې له خلکو يې وغوښتل چې په ساتلو او ښې ګټې اخيستنې کې يې له مسوولينو سره همکاري وکړي.
دغه راز والي په کوټ ولسوالۍ کې د ۵ میليونه او ۶ سوه زره افغانیو په مالي لګښت د ترویج ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله .
بلخوا امرخېل د یوه بوټې په کېنولو سره د کوټ ولسوالۍ په ۴۰۰ جريبه ځمکه کې د ستروسو باغونو جوړولو چارې هم پيل کړې.
والي وايي، دغه باغونه د کرنې وزارت په چوکاټ کې د CBARD برنامې له لوري سلګونه بزګرانو ته د دوی په شخصي ځمکو کې جوړېږي او زیاته یې کړه، د باغدارۍ دا ستره پروژه به د بزګرانو په ژوند کې مثبت تغيیر رامنځته کړي او له هغوی یې وغوښتل چې په موثره توګه ترې ګټه واخلي.
په ورته وخت کې د کوټ ولسوالۍ په حيدرخېلو سيمه کې د کرنې وزارت په درې نيم ميليونه افغانیو مالي لګښت سربند او دوولس متره کانال د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د درېيو مياشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز د ننګرهار والي په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۱۷ سوه کورنیو ته د ۵۶ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ د کوټ له ولسوالۍ پیل کړه .
هغه وايي چې د کرونا له امله زيانمن شوو، داخلي بې ځايه شوو او کډوالو له ۱۷۰۴ کورنیو سره شپږ پنځوس ميليونه افغانيو نغدي مرستې ورکول کېږي.
د ننګرهار د کډوالو رييس قاري نجيب الله قيومي وويل چې دغه نغدي مرسته په کوټ، بټي کوټ او روداتو ولسواليو کې وېشل کېږي او په ورته وخت کې دوه زره د روغتيا ساتنې کېټونو د وېش ترڅنګ پنځه اويا کورونه رغول شوي او پنځه د اوبو شبکې یې هم ګټې اخيستنې ته سپارلې دي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن