ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٤٠٠ مالي کال لپاره څه باندې ٤٥٢ مليارده افغانۍ بودجه پام کې نيول شوې ده

د ١٤٠٠ مالي کال لپاره څه باندې ٤٥٢ مليارده افغانۍ بودجه پام کې نيول شوې ده

author avatar
5 Nov 2020 - 14:46
د ١٤٠٠ مالي کال لپاره څه باندې ٤٥٢ مليارده افغانۍ بودجه پام کې نيول شوې ده
author avatar
5 Nov 2020 - 14:46

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۹): د مالیې وزارت وایي چې د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ۴۵۲.۶ میلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې او د کرونا ویروس له خپرېدو سره توانېدلي چې تر اوسه ۱۴۱ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي.

د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال نن (د لړم ١٥مه) په یوه خبري ناسته کې وویل، د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ۴۵۲.۶ میلیارده افغانۍ ملي بودجه په نظر کې نیول شوې ده چې له دې جملې څخه ۲۹۶ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۵۶ میلیارده افغانۍ پراختیایې بودجه ده.

ده زیاته کړه چې دغه بودجه پرون د کابینې په ناسته کې تایید او راتلونکې اوونۍ به د منظورۍ لپاره ولسي جرګې ته ولیږل شي.

د ده په وینا، مالیې وزارت او نړیوال بانک په روان مالي کال کې ۶۰۰ میلیونه امریکایې ډالره تشویقي وجوه د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق او د نړیوالې ودې انجمن له وجوې څخه لاسلیک کړي دي.

د ده د معلومات له مخې، چې تر اوسه پورې ۴۰۰ میلیونه ډالر د دولت خزانې ته لېږدول شوي او پاتې ۲۰۰ میلیونه به د یادو شاخصونو له پوره کولو وروسته د نومبر میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې ترلاسه شي.

ارغندیوال همدارنګه وویل چې د جنيوا دوه اړخیز حساب ورکولو چوکاټ کې د دولت او نړیوالو شریکانو ترمنځ ۶۳ ژمنې دي چې ۸۵ سلنه یې بشپړې شوې دي او پاتې نورې به یې د روان کال تر پایه بشپړې شي.

د مالیې وزارت سرپرست وویل: «د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره موږ توانېدلي یو چې تر اوسه ۱۴۱ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول کړو او ۵۵ سلنه پراختیایي بودجه مصرف کړو، موږ تمه لرو چې د روان مالي کال تر پایه د ملي عوایدو لپاره راکړل شوی هدف ترلاسه کړو.»

هغه همدارنګه وویل، په پام کې لري د مالیې وزارت ټول خالي او حکمي بستونه په تدریجي ډول ازادې سیالۍ ته وسپاري چې له دې ډلې د مالیې وزارت ورودي کچې ته د ۲۲۰ بستونو د استخدام بهیر بشپړ شوی، ډېر ژر به د ګمرکونو دویمه رتبه ۹ بستونو او ۲۱ نورو دویم رتبه بستونو ازموینه واخیستل شي او ۷۷ درېیم او څلورم بستونه د شارټ لېسټ په حال کې دي.

د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ هم په دغه کنفرانس کې وویل چې د ملي بودجې په ترتیب کې د حکومت لومړیتوبونه، د اوبو د سرچینو مدیریت، کانونه او پټرولیم، سیمه ییز اتصال، عدلي او قضایي موضوعات، د برېښنایي پېژند پاڼو وېشنه او زېر بنایي چاري شاملي دي.

ده زیاته کړه دوی د پراختیایي بودجې لګولو د مؤثریت لپاره ګامونه پورته کړي چې یو یي د بېرته ورکړې پربنسټ د پروژو لومړیتوب بندي او لګښتونو کمول دي.

نوموړي زیاته کړه: «د دې لپاره چې موږ وکولی شو د خلکو لومړیتوبونه په ښه توګه منعکس کړو ۱۷ ولایتونو ته مو سفرونه کړي دي او ومو کولی شول چې د خلکو له اړتیاوو سره سم ۲۵۰ پروژې د ملي بودیجې په طرحه کې شاملي کړو. د جمهوري ریاست عالي مقام له لار ښوونې سره سم به موږ د مالي کال تر پایه نورو ولایتونو ته هم سفر ولرو او د دوی اړتیاوې به له نږدې واورو.»

د ده په وینا، دوی د ولایتونو د پروژو لپاره ۳ میلیارده افغانۍ ځانګړي کړيدي، چې د ملي بودیجې د وېشنې له مخې به اړتیاوو، د وګړو شمېر او د بېوزلۍ کچه په پام کې نیول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.