ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عطا محمد نور: حکومت د يوې کوچنۍ کړۍ په لاس کې دى چې هيڅ ولسي ملاتړ نه لري

عطا محمد نور: حکومت د يوې کوچنۍ کړۍ په لاس کې دى چې هيڅ ولسي ملاتړ نه لري

author avatar
6 Nov 2020 - 15:54
عطا محمد نور: حکومت د يوې کوچنۍ کړۍ په لاس کې دى چې هيڅ ولسي ملاتړ نه لري
author avatar
6 Nov 2020 - 15:54

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ٩٩):عطا محمد نور د سولې د برياليتوب لپاره په ملي مسايلو کې د مشرانو د برخمن کولو ترڅنګ وايي چې په افغانستان کې داعش حضور نه لري، يواځې يې نوم موجود دى.

د جمعيت اسلامي ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور چې نه يې په کابل کې د سيدمصطفى کاظيمي د وژل کېدو په ١٣مه تلين غونډه کې برخه اخيستې وه وويل چې حکومت د يوې کوچينۍ کړۍ په لاس کې دى چې هيڅ ولسي ملاتړ نه لري.

هغه وويل چې ټولشموله حکومت او ملي اجماع يواځې يو شعار دى چې له بده مرغه په عمل کې هيڅ ګام نه دى اخيستل شوى.

هغه چې له حکومته د ملي انسجام غوښتونکى شو، وويل: ((زموږ لپاره( د افغانستان مشرانو) تشريفات دي، خو په سترو ملي مسايلو او پرېکنده مسايلو کې هيڅ رول نه دى راکړل شوى.))

ده زياته کړه چې د افغانستان خلک واقعي سوله غواړي، نو له طالبانو غوښتنه کوو چې د خلکو وينه تويې نه کړي، که نه خلک مو په مقابل کې قيام کوي.

ده وويل: (( که تاسو سوله غواړئ موږ واقعا سوله غواړو، په دې ډول خو نه کيږي چې تاسو جنګ کوئ او موږ دې ارام وو چې د سولې پروسه زيان ونه ويني، راځئ چې واقعا سوله وکړو.))

د نوموړي په خبره، که طالبان زياتى کوي، د افغانستان خلک اړ دي چې د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او سره يو شي، ترڅو طالبان په دې وپوهوي چې ملت له خپلو ارزښتونو څخه د دفاع توان لري.

ده طالبانو ته په خطاب کې وويل:(( کوم کارونه چې تاسو کوئ او يا يې له تاسو جلا شوي جريانونه کوي، داعش – داعش چېرته دى، داعش په منځني ختيځ کې د نړۍ د څو قدرتونو له جوا جوړ شوى و، نور حضور نه لري، په افغانستان کې باور په خداى وکړئ چې د داعش نوم دى.))

د نور په وينا، په افغانستان کې ډلې شته چې د داعش په نوم وحشت رامنځته کوي ترڅو ددغه وحشت له لارې واک ته ورسيږي.

دغه راز د ملي روغې جوړې عالي شورا له خوا هم د کاظمي د وژنې د ١٣تلين په اړه يوه خبرپاڼه خپره شوې ده .

سيدمصطفى کاظمي د ١٣٨٦کال د لړم په ١٥مه، د ولسي جرګې د شپږو غړو په ګډون له نږدې سلو نورو کسانو سره په بغلان ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.