ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليس: د ميدان وردګو د ښاروالې د پلار د وژل کېدو په اړه څېړنې روانې دي

پوليس: د ميدان وردګو د ښاروالې د پلار د وژل کېدو په اړه څېړنې روانې دي

author avatar
6 Nov 2020 - 11:48
پوليس: د ميدان وردګو د ښاروالې د پلار د وژل کېدو په اړه څېړنې روانې دي
author avatar
6 Nov 2020 - 11:48

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ٩٩): د کابل امنیه قومانداني د میدان وردګو ولایت د ښاروالې ظریفې غفاري پلار د وژل کېدو د تایید ترڅنګ وایي، پولیسو په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړي او ژر به یې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د لړم په ۱۵ مه پژواک خبري اژانس ته وویل،ناپېژاندو وسله والو د میدان وردګو ولایت د ښاروالې ظریفې غفاري پلار پرون ماښام د کابل ښار په ۱۲ مه ناحیه کې وواژه.

ده زیاته کړه چې تراوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او پولیسو خپلې څېړنې پيل کړې دي.

تردې مهاله کومې ډلې د نوموړې د پلار د وژل کېدو مسوولیت نه دی منلی،خو غفاري له دې وړاندې ویلي و چې دا خپله تر جدي ګواښ لاندې ده.

ظریفه غفاري له نږدې دوو کلونو راهیسې د میدان وردګو ښارواله ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.