مزارشريف ( پژواک، ۱۷لړم ۹۹) : د بلخ سيمه ييز چارواکي تاييدوي، چې د دغه ولايت د شولګر ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان چې په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، د ژورو ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د لړم په ۱۷مه، پژواک ته وويل، چې د شولګر ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان نظرګل پر قرارګاه باندې د تېرې پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د ځای پر ځای شويو ماينونو دوه چاودنې شوې وې.
هغه زياته کړه، چې د پېښې په لومړيو کې د قوماندان نظر ګل دوه زامن او يو ساتونکی وژل شوي وو او خپله د قوماندان په ګډون ۱۶ تنه پاڅون کوونکي ټپيان وو.
د فرهاد په خبره، قوماندان نظر ګل د درملنې په موخه مزارښار ته لېږدول شوی و؛ خو تېره شپه يې د ژورو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه.
د بلخ د والي وياند وايي، چې وژل شوي قوماندان د شولګر ولسوالۍ پر امنيت مهمه اغېزه درلوده او په سيمه کې د طالبانو پر ضد د مقاومت د سر سړی و.
فرهاد زياته کړه: (( تاسې پوهېږئ، چې شولګر ولسوالۍ يوه نا امنه سيمه ده، طالبان هم په کې فعاليت کوي، قوماندان نظر ګل هلته د طالبانو پرضد د مقاومت مهمه هسته وه او د طالبانو ګڼ بريدونه يې خنثی کړي وو)).
که څه هم تر اوسه د قوماندان نظر ګل د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه ده اخيستى؛ خو د بلخ د والي وياند يې د طالبانو کار بولي.
قوماندان نظر ګل د جمعيت ګوند غړی و او په تېر کې يې د خپلمنځي اختلافاتو له امله په سيمه کې د جمعيت ګوند له يو شمېر نورو قوماندانو سره هم وسله والې نښتې کړې وې.
د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور هم د قوماندان نظر ګل پر وژل کېدو د خواشينۍ پيغام خپور کړی دی.
هغه ويلي، چې قوماندان نظر ګل په سيمه کې د مخالفينو پر ضد د جګړې او مقاومت مهم سنګر و.
نور ويلي، چې د وژل شوي قوماندان د وينو بدل به ډېر ژر واخلي.
د شولګر ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالله پژواک ته وويل، چې پر قوماندان نظر ګل باندې له دې وړاندې هم بريدونه شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن