مزارشريف ( پژواک، ۱۷لړم ۹۹) : د بلخ سيمه ييز چارواکي تاييدوي، چې د دغه ولايت د شولګر ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان چې په يوه چاودنه کې ټپي شوى و، د ژورو ټپونو له امله يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد د لړم په ۱۷مه، پژواک ته وويل، چې د شولګر ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو د قوماندان نظرګل پر قرارګاه باندې د تېرې پنجشنبې په ورځ غرمه مهال د ځای پر ځای شويو ماينونو دوه چاودنې شوې وې.
هغه زياته کړه، چې د پېښې په لومړيو کې د قوماندان نظر ګل دوه زامن او يو ساتونکی وژل شوي وو او خپله د قوماندان په ګډون ۱۶ تنه پاڅون کوونکي ټپيان وو.
د فرهاد په خبره، قوماندان نظر ګل د درملنې په موخه مزارښار ته لېږدول شوی و؛ خو تېره شپه يې د ژورو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه.
د بلخ د والي وياند وايي، چې وژل شوي قوماندان د شولګر ولسوالۍ پر امنيت مهمه اغېزه درلوده او په سيمه کې د طالبانو پر ضد د مقاومت د سر سړی و.
فرهاد زياته کړه: (( تاسې پوهېږئ، چې شولګر ولسوالۍ يوه نا امنه سيمه ده، طالبان هم په کې فعاليت کوي، قوماندان نظر ګل هلته د طالبانو پرضد د مقاومت مهمه هسته وه او د طالبانو ګڼ بريدونه يې خنثی کړي وو)).
که څه هم تر اوسه د قوماندان نظر ګل د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه ده اخيستى؛ خو د بلخ د والي وياند يې د طالبانو کار بولي.
قوماندان نظر ګل د جمعيت ګوند غړی و او په تېر کې يې د خپلمنځي اختلافاتو له امله په سيمه کې د جمعيت ګوند له يو شمېر نورو قوماندانو سره هم وسله والې نښتې کړې وې.
د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجراييه رييس عطامحمد نور هم د قوماندان نظر ګل پر وژل کېدو د خواشينۍ پيغام خپور کړی دی.
هغه ويلي، چې قوماندان نظر ګل په سيمه کې د مخالفينو پر ضد د جګړې او مقاومت مهم سنګر و.
نور ويلي، چې د وژل شوي قوماندان د وينو بدل به ډېر ژر واخلي.
د شولګر ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالله پژواک ته وويل، چې پر قوماندان نظر ګل باندې له دې وړاندې هم بريدونه شوي وو.
هغه زياته کړه، چې نوموړي د طالبانو پر ضد د جګړې تر څنګ، خپلمنځي دښمني هم درلودله.
دغه قومي مشر وويل: (( د شولګر ولسوالۍ زياتې سيمې د قوماندان نظر ګل پورې اړوند وسله والو لاس کې وې، د طالبانو د پرمختګ مخه يې نيولې وه؛ خو تر څنګ يې د جمعيت ګوند له يو شمېر نورو سيمه ييزو غړو سره شديده خپلمنځي دښمني هم درلودله)).
د هغه په وينا، حکومت بايد په جدي ډول لاس په کار شي؛ څو د شولګر ولسوالۍ امنيتي وضعيت نور ګډوډ نه شي.
که څه هم د بلخ سيمه ييز چارواکي د قوماندان نظر ګل د وژل کېدو مسووليت پر طالبانو اچوي؛ خو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










