ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: جلال اباد کې د داعش وسله والې ډلې د مطبوعاتو د رهبرۍ غړی وژل شوی

چارواکي: جلال اباد کې د داعش وسله والې ډلې د مطبوعاتو د رهبرۍ غړی وژل شوی

author avatar
7 Nov 2020 - 15:24
چارواکي: جلال اباد کې د داعش وسله والې ډلې د مطبوعاتو د رهبرۍ غړی وژل شوی
author avatar
7 Nov 2020 - 15:24

لومړى تعقيب - جلال اباد (پژواک، ۱۷ لړم ۹۹): په ننګرهار کې د ۰۲ په نوم د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو قطعه وايي چې جلال اباد ښار کې يې د داعش ډلې سرګروپ او د مطبوعاتو د رهبرۍ غړی وژلی دی.

خو د سیمې اوسېدونکو ويلي چې وژل شوی شخص عام وګړی و او په يوه خصوصي پوهنتون کې يې د حقوقو په برخه کې زده کړې کولې.

د ننګرهار د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې له مبطوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د جلا اباد ښار څلورمې ناحیې بېز اکمالاتي سیمه کې يې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې د مقاومت په ترڅ کې اسد ځلاند مشهور په فاتح کاروان د ځواکونو له لوري ووژل شو او یو میل وسله هم ترې ترلاسه شوه .

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، وژل شوی کس داعش ډلې ته په ننګرهار ولایت کې د مطبوعاتو د رهبرۍ غړي او سرګروپ په توګه دنده ترسره کوله او همدارنګه د دولتي مهمو اشخاصو په نښه کولو، ترور کولو او د پلان جوړونې په برخه کې یې فعالیتونه ترسره کول .

خبرپاڼه کې راغلي چې د دې تر څنګ نوموړي د عمر فاروق مشهور په عدنان چې په ننګرهار کې د داعش ډلې د مطبوعاتو مسوول و او په تېر کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی له هغه سره یې نږدې اړیکې درلودې.

خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې په پېښه کې وژل شوی کس عام وګړی و او په يوه خصوصي پوهنتون کې زده کړيال و.

د برهان الله بهار په نوم د وژل شوي شخص تره پژواک ته وويل، چې وراره يې د طبي ټکنالوجۍ برخه کې زده کړې کړې وې، د درملو د پلور يوه خصوصي شرکت سره يې کار کاوه او اوسمهال يې د التقوا په نوم يوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځی لوسته.

دی وايي، وراره يې دوه لوڼې او يو زوی درلود او نيوکه يې وکړه که رښتيا هم هغه مجرم واى، نو امنيتي ځواکونو کولی شواى چې په يوه عادي جلب يې نيولی او محاکمه کړی وای، خو داسې بې محاکمې وژل يې د قانون خلاف عمل ياد کړ.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي هم پژواک سره خبرو کې ومنله چې پېښه ترسره شوې خو وايي، دا چې څوک په کې وژل شوی په اړه يې پلټنې روانې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.