خوست ښار ( پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): امنيتي چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د ماین چاودنې د ملي امنیت یو افسر وژلی او څلور سرتېري يې ټپیان کړي دي.
د ماين دغه چادونه نن غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې د خوست ښار اړوند د دولتي ګدام ترڅنګ د ملي امنیت پر هايلېکس موټر شوې.
د خوست د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر مسوولين وايي چې په دغه چاودنه کې د ملي امنیت يو تن افسر وژل شوی او څلور تنه سرتېري ټپيان دي.
خوست ښار کې د بابريګل په نوم د یوه خصوصي کلينيک يو تن موظف ډاکټر بيا پژواک ته وويل چې دوی ته د پېښې له ځايه دوه ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دی.
ددغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلى.
د یوه بل له مخې، نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د دغه ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځني خېلو په سيمه کې د وسله والو طالبانو او ملي پوليسو ترمنځ جګړه شوې.
د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل، د جګړې په پايله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان شوي او يو بل په ټپي حالت کې ژوندی نیول شوی.
عادل حيدر وويل چې د جګړې په پايله کې يو تن پوليس هم وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړه، جګړه هغه وخت رامنځته شوه چې پوليس پر ګزمه بوخت وو.
د هغه په وينا، د جګړې په ډګر کې درې میله وسله، یو عراده موټر او يو موټر سايکل هم د پوليسو لاسته ورغلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن