ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې چاودنې د ملي امنيت يو افسر وژلى اوڅلور سرتېري يې ټپيان کړي

خوست کې چاودنې د ملي امنيت يو افسر وژلى اوڅلور سرتېري يې ټپيان کړي

author avatar
10 Nov 2020 - 16:29
خوست کې چاودنې د ملي امنيت يو افسر وژلى اوڅلور سرتېري يې ټپيان کړي
author avatar
10 Nov 2020 - 16:29

خوست ښار ( پژواک، ۲۰ لړم ۹۹): امنيتي چارواکي وايي چې په خوست ولايت کې د ماین چاودنې د ملي امنیت یو افسر وژلی او څلور سرتېري يې ټپیان کړي دي.

د ماين دغه چادونه نن غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې د خوست ښار اړوند د دولتي ګدام ترڅنګ د ملي امنیت پر هايلېکس موټر شوې.

د خوست د ملي امنيت رياست مطبوعاتي دفتر مسوولين وايي چې په دغه چاودنه کې د ملي امنیت يو تن افسر وژل شوی او څلور تنه سرتېري ټپيان دي.

خوست ښار کې د بابريګل په نوم د یوه خصوصي کلينيک يو تن موظف ډاکټر بيا پژواک ته وويل چې دوی ته د‌ پېښې له ځايه دوه ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې ښه دی. 

ددغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلى.

د یوه بل له مخې، نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د دغه ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځني خېلو په سيمه کې د وسله والو طالبانو او ملي پوليسو ترمنځ جګړه شوې.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل، د جګړې په پايله کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان شوي او يو بل په ټپي حالت کې ژوندی نیول شوی.

عادل حيدر وويل چې د جګړې په پايله کې يو تن پوليس هم وژل شوی دی.

نوموړي زياته کړه، جګړه هغه وخت رامنځته شوه چې پوليس پر ګزمه بوخت وو.

د هغه په وينا، د جګړې په ډګر کې درې میله وسله، یو عراده موټر او يو موټر سايکل هم د پوليسو لاسته ورغلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.