ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ديول جوړېدو په پروژه کې ۹۲۵ زره ډالره اختلاس شوی

مشرانو جرګه: واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ديول جوړېدو په پروژه کې ۹۲۵ زره ډالره اختلاس شوی

author avatar
10 Nov 2020 - 18:33
مشرانو جرګه: واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ديول جوړېدو په پروژه کې ۹۲۵ زره ډالره اختلاس شوی
author avatar
10 Nov 2020 - 18:33

کابل (پژواک،۲۰ لړم ۹۹): د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دېوال د جوړېدو په پروژه کې د فساد په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته موندلې چې په دې پروژه کې ۹۲۵ زره امریکايي ډالر حیف او میل شوي دي.

دغه راز یاد کمېسیون ویلي چې یادې قضیې ته باید په جدي ډول رسېدنه وشي او د قضیې سرغړوونکي باید د عدالت د تامین لپاره عدلي او قضایې ارګانونو ته معرفي شي.

د پژواک د روان کال د چنګاښ د ۲۱ مې نېټې د خپاره شوي راپور په اساس د افغانستان سفارت په امریکا کې د یوه ۷۰ متره دېوال د بیارغونې لپاره د یوه شرکت د ۸۸ زره امریکايي ډالرو غوښتنه رد کړې او دغه کار یې د یو بل شرکت له لارې په یو میلیون او ۸۲۵ زره او ۸۳۹ امریکايي ډالرو ترسره کړی دی.

د ۷۰ متره دېوال د جوړېدو لپاره(KADCON) ساختماني شرکت ته یو میلیون او ۵۸۶ زره امریکايي ډالر، د سروې لپاره یې (VIKA) شرکت ته ۱۲ زره او ۷۵۹ امریکايي ډالر د خاورې د ارزونې لپاره یې (ECS) شرکت ته ۱۲ زره او ۲۵۰ امریکايي ډالر، د تخنیکي مشورې لپاره KCE) ) شرکت ته ۶۴ زره او ۸۳۹ امریکايي ډالر او د قرارداد د ترتیب او تخنیکي مشورې لپاره ډي ال ای پیپر (DLA Piper) شرکت ته ۱۵۰ زره امریکايي ډالر ورکړل شوی دي.

د ملي شورا مجلسينو او د هېواد په داخل او بهر کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د یاد راپور د خپرېدو ملاتړ وکړ، په ورته وخت کې ولسي جرګې او مشرانو جرګې تصمیم ونیوه چې دغه موضوع وڅېړي چې د ملي شورا د مجلسینو څو کمېسیونونو د پژواک خبري اژانس رییس ته بلنه ورکړه څو له دوی سره خپل اسناد شریک کړي او پژواک ټول اسناد ورته وسپارل.

د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون رییس حسیب الله کلیمزي د دغې موضوع د څېړنې لپاره امریکا ته سفر کړی و او نن (د لړم په ۲۰ مه) یې په یاده برخه کې خپلې موندنې له عمومي مجلس سره شریکې کړې.

هغه وویل، له موضوع څخه تر خبرېدو او ددغه کمېسیون له غږ اوچتولو وروسته یې لومړۍ د بهرنیو چارو وزارت او هغو رسنیو مسوولان چې یاد خبر یې خپور کړی و په ځانګړې توګه د پژواک خبري اژانس رییس د روان کال د چنګاښ میاشتې د ۲۸ مې ڼېټې ناستې ته د موضوع د ډېر وضاحت په موخه کمېسیون ته دعوت کړل.

د نوموړي په خبره، د بهرنو چارو وزارت مسوولانو د یاد دېوال د بیارغونې او جوړېدو په چارو کې د فساد په اړه بې خبري وښوده او ويې ویل، دوی همدومره معلومات لري چې په رسنیو کې نشر شوي دي.

د جرګې یاد غړي وویل، هغه سندونه چې پژواک د کمېسیون غړو ته سپارلي ښيي چې د سفارت د دېوال د جوړېدو او بیارغوني مصرف شوې پیسې د چک په وسیله د سفارت بانکي حساب ته انتقال او په امریکا کې د افغان سفیرې رویا رحماني لپاره حواله شوې دي او دغه راز د CADCON شرکت تړون هم د رویا رحماني په لاسلیک ترسره شوی دی.

کلیمزي زیاته کړه، د قضیې د لا روښانتیا لپاره نوموړی په رسمي سفر امریکا ته ولاړ او یاده پروژه یې له نږدې وکتله او په واشنګټن کې له افغان سفیرې او نورو همکارانو سره یې د دغه دېوال د جوړېدو او بیارغونې په تړاو څو ناستې درلودې.

نوموړي وویل، کمېسیون موندلې چې د شرکت له خوا په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د دېوال د جوړېدو پروژې د تخنیکي او تدارکاتي برخو تسلیم شوي اسناد واضح نه دي چې ایا دغه پروژه افغان دولت د ملي تدارکاتو د قانون او طرزالعمل په اساس ترسره شوې او که يا د امریکا د متحده ایالاتو د تدارکاتو د قوانینو په اساس؟

هغه زیاته کړه: ((په یاده پروژه کې اصلاً د تدارکاتو قانون نه دی مراعات شوی.))

 منبع در ادامه گفت که در سند داوطلبی پروژه، معلومات کافی ارایه نشده است تا بر اساس آفرها، شرکت واجد شرایط انتخاب می شد.

سرچینې ویلي چې د پروژې د داوطلبۍ په سند کې کافي معلومات نه دي وړاندې شوي چې د افر پر اساس دې پر شرایطو برابر شرکت انتخاب شوی وي.

د کمېسیون د راپور په یوه برخه کې راغلي: ((داسې هېڅ سند یا ضمانت نشته چې قراردادي شرکت مکلف کړي چې پروژه په ټاکلي وخت او لازم کیفیت تکمیل کړي.))

دغه راز په راپور کې لیکل شوي چې لاسلیک شوې افرپاڼه Bid of Letter چې د پروژې قېمت په کې ذکر کېږي او داوطلب شرکت په داوطلبۍ او قرارداد د ټولو شرایطو په منلو مکلف کوي نه ده ځای پر ځای شوې او نه داوطلبو شرکتونو هغه له خپلو افرونو سره تسلیم کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نړیوالو چارو کمېسیون د موندنو له مخې د قرارداد شرایط چې په داوطلبۍ کې مهم اصل دی نه دي یاد شوي، تدارکاتي مراحل او د قرارداد ورکړه د قانون او طرزالعمل له مخې نه دي ترسره شوي او د دې پروژې د تدارکاتو پر مهال ټول تدارکاتي طرزالعملونه تر پښو لاندې شوي دي.

د دغه راپور په بله برخه کې راغلي، د کاري حجم د تثبیت او محاسبې لپاره باید د نمونې اخیستو او د خاورې له تثبیت وروسته او له داوطلبۍ مخکې د دیوال ډیزاین بشپړ شوی وای یا باید لږ تر لږه د پروژې د قېمت د حجم د اټکل لپاره داوطلب شرکتونو ته د ډیزان کودونه او تخنیکي مشخصات ورکړل شوي وای چې د هغه له مخې د پروژې قېمت او مناسبه بیه ټاکل کېږي چې دا کار هم نه دی ترسره شوی.

په همدې توګه د نړیوالو چارو کمېسیون موندنې ښيي چې د ساختماني کارونو بیه او د پروژې مجموعي بیه د شرکت په پروپوزل کې نشته او د یاد شرکت پروپوزل هم لاسلیک شوی او قېمتونو د ارزیابۍ په جدول کې د شرکت وروستۍ بیه یو میلیون او درې سوه او پنځوس زره ډالر او په وروستي جدول کې یو میلیون او شپږ سوه او څلور دېرش زره دالر او د شرکت په قرارداد پاڼه کې یو میلیون او پنځه سوه او شپږاتیا زره امریکايي ډالر لیکل شوې ده.

کلیمزي وویل، په واشنګتن کې د افغانستان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت اړوند مسوولینو د دې جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون موظف پلاوي ته د قراردادي شرکت د مالي افر ((Proposal Financial له وړاندې کولو ډډه کړې ده.

ده وویل: ((د دغه کمېسیون د ارزونو او په یاده پروژه کې د ترسره شوي کار د حجم په اساس یوازې د پروژې په ساختماني برخه کې ۹۲۵۲۹۰،۹۵ امریکايي ډالر حیف او میل شوي او د دغې پروژې اړوند نورو قراردادونو کې هم د واضح اداري فساد نښې شته چې ډېرو څېړنو ته اړتیا لري.))

د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون رییس په ډاګه کړه چې په هغو اسنادو کې چې په امریکا کې د افغانستان سفارت ورته سپارلي ویل شوي، د سفارت د ختیځ لوري ګاونډۍ مېرمن ګلوریا د (JG) شرکت د پروپوزل د رد سبب شوې په داسې حال کې چې د ګلوریا د ۲۰۱۹ کال د اګست د ۲۳ مې نېټې د ایمیل په انګلسي متن کې راغلي، د پروژې د انتخاب یا رد په برخه کې یې رول نه درلود او دا نظر په بشپړ ډول ردوي.

هغه زیاته کړه: ((په هغو اسنادو کې چې پژواک کمېسیون ته سپارلي راغلي دي، په لومړنیو څېړنو کې روښانه شوې چې د ښاغلي څرګند د زوم د معرفي کېدو قضیه د ډاکتر څرګند او سفیرې ترمنځ په شفاهي توافق کې ترسره شوې، د وړاندې شوو اسنادو له مخې ډاکتر شادمحمد څرګند واشنګټن ته د خپل زوم په قضیه کې په مستقیم ډول له خپل رسمي موقف څخه ناوړه استفاده کړې ده. په داسې حال کې چې د سفارت په ډېټابیس کې د میرحارث د مقررۍ اړوند هېڅ سند نشته.))

نوموړي وویل، د شادمحمد څرګند د زوم میرحارث انصاري د معرفي کېدو د څرنګوالي موضوع چې امریکا ته د پناه غوښتنې د سیاسي پاسپورټ او سیاسي او امنیتي پناه ورکولو څخه په استفاده غوښتل شوى، ضروري او ډېرو څېړنو ته اړتیا لري.

د کلیمزي په خبره، د کدکان شرکت له پروپوزل پرته چې له ټاکلې نېټې (اګست ۲۶ مه) مخکې د بیارغول شوو سیمو له مشخصولو او لاسلیک پرته سفارت ته لېږل شوی، نور ټول پروپوزلونه نظر په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت لخوا په ټاکل شوې ضرب الاجل د اګست میاشتې په ۲۷ مه دغه سفارت ته سپارل شوي دي.

ددغه راپور په بله برخه کې راغلي: ((د افغانستان اقتصادي وضعیت او ددغه هېواد د نافذه قوانینو او مقررو ته په پام په واشنګټن کې د افغانسان سفارت د دېوال د بیارغونې او جوړېدو په پروژه کې ډېرې پیسې حیف او میل شوې او په ښکاره اداري فساد ترسره شوی دی.))

سرچینې زیاته کړې چې د نړیوالو چارو کمېسیون د محاسبې او موندنې پر اساس له ۶۰ سلنه ډېرې پیسې حیف و میل او شاوخوا ۴۰ سلنه پیسې په یاده پروژه مصرف شوې دي.

کمېسیون د ولسمشر پخوانی سلاکار ډاکتر شادمحمد څرګند، د مالیې وزارت پخوانی سلاکار یما نظام، د شادمحمد څرګند زوم میر حارث انصاري او د پروژې مسووله رویا رحماني تورن کړل چې په اداري فساد کې ښکېل دي او باید قانوني چلند ورسره وشي.

کلیمزي له لویې څارنوالۍ وغوښتل چې یاده قضیه په جدي ډول وڅېړي.

هغه وویل، لوی مالي حساب او اداري پروسو او دغه راز د تدارکاتو قانون تر پښو لاندې کولو ته په کتو باید دغې موضوع ته جدي او هر اړخیزه رسېدنه وشي او سرغړوونکي باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

کلیمزي ویلي چې دی ال اِ پیپر (DLA Piper) کمپنۍ چې مالیې وزارت د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په مقابل کې د یادې پروژې په اړه د حقوقي مشورو لپاره نیولې وه د قانون خلاف او د افغان دولت په زیان د ساختماني چارو د ترسره کېدو لپاره تر ټولو لوړه بیه وړاندې کړې ده.

هغه وویل، د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون له لویې څارنوالۍ غواړي چې د دغې کمپنۍ د نورو قراردادونو په اړه دې څېړنې وکړي او مالیې وزارت د مالیې ورکوونکو له ریاسته دې معلومات ترلاسه کړي چې ایا یادې کمپنۍ د خپلو قراردادونو مالیات ورکړي او کنه؟

دده په خبره، دغه شرکت ټولې مشورې د دولت د ګټو خلاف ورکړي او له مناسبو لاملونو پرته یې لوړې بیې انتخاب او وړاندیز کړې دي.

نوموړي ویلي چې ډېرو څېړنو د ترسره کېدو او فسادکوونکو د معلومېدو لپاره یې د دوسیې یوه کاپي لویې څارنوالۍ او یوه کاپي یې ولسمشرۍ ریاست او بهرنیو چارو وزارت ته لېږلې ده.

هغه د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: ((د هرې ویل شوې کلمې مسوول یم، ټول معلومات مې د اسنادو له مخې تاسو ته وړاندې کړل، ۴۰۰ پاڼې لرونکې دوسیه هم اداري پلاوي ته سپارل کېږي.))

کلیمزي د جرګې د یوه غړي د پوښتنې په ځواب کې وویل: ((لومړی څو متره محدود دېوال ویجاړ شوی و چې بیارغونې لپاره یې ۱۰ زره امریکايي ډالر ګاونډي او ۲۰ زره امریکايي ډالر د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي کړي و، خو کله چې د ارزونې لپاره هلته پلاوی ولاړ، پروژه سازي یې وکړه او درې نور دېوالونه یې هم ویجاړ کړل.))

د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار چې د دې جرګې د نننۍ ناستې ریاست یې پر غاړه و په امریکا کې د افغانستان د سفارت د دېوال د جوړېدو د پروژې د ارزونې په برخه کې د دې جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون له هڅو ستاینه وکړه او ويې ویل: ((هغه کسان باید وپېژندل شي چې په یاده قضیه کې ښکېل او تصرف یې کړی، دوی ته باید جزا ورکړل شي څو نور ترې عبرت واخلي.))

هغه زیاته کړه چې یاده جرګه به څارنوالۍ ته د دغې دوسیې پر لېږلو سربېره د هغه د طی مراحل او محکمې ته د تسلیمېدو نظارت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون به د ادراي پلاوي له یوه غړي سره یو ځای دغه قضیه تر وروستي کېدو پورې تعقیب کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.