ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې د موټر بم بريد له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فاریاب کې د موټر بم بريد له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
10 Nov 2020 - 13:49
په فاریاب کې د موټر بم بريد له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
10 Nov 2020 - 13:49

ميمنه(پژواک،٢٠ لړم ٩٩): د فاریاب د المار ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ د موټر بم برید له امله څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي او دغه قوماندانۍ تراوسه د بریدګرو تر محاصرې لاندې ده.

په دغې ولسوالۍ کې یوه امنیتي چارواکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه ۱۱:۴۰ دقیقې د المار ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ په دروازه کې له چاودېدونکو توکو ډک ټانګ ته چاودنه ورکړې او وروسته یې وسله وال برید پیل کړی دی.

هغه وایي، تر دې مهاله چې د سهار ۹ بجې دي، د دواړو خواوو له خوا خال خال جګړه روانه ده او بریدګرو قومانداني له څلورو خواوو محاصره کړې ده.

د نوموړي په وینا، تر دې دمه د ملي امنیت او ملي پولیسو څلور سرتېري وژل شوي او د المار ولسوالۍ د امنیې قوماندان بسم الله په ګډون ۱۲ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

د ولایتي شورا غړی عبدالمنان قاطع چې د المار اوسېدونکی دی د طالبانو د برید او موټر بم چاودنې د تایید ترڅنګ وایي، موټربم برید دومره قوي و چې د قوماندانۍ ټول دېوالونه، برجونه او ودانۍ او شاوخوا پلورنځي یې ویجاړ کړي، امینتي ځواکونه د قوماندانۍ په یوه برخه کې قرار لري او جګړه روانه ده.

هغه د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه وویل چې څلور سرتېري پر یوه برج کې وو او د چاودېدونکو توکو ډک ټانګ له چاودنې سره لادرکه شوي، د امنیې قوماندان په ګډون څلور نور سرتېري ټپیان دي او له نورو سرتېرو خبر نه لري چې په څه وضعیت کې دي.

هغه دولت په بې کفایتۍ تورن کړ او ويې ویل چې د شپې له ۱۲ بجو تراوسه محاصره شوي ځواکونه چغې وهي لږ تر لږه د ملاتړ لپاره یوه طیاره نه را استوي څو طالبان سیمه پریږدي.

د یادونې ده چې د المار ولسوالۍ له میمنې ښاره په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې د بازار په ګډون د دغې ولسوالۍ ټولې سیمې او نښلوونکې لارې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په واک کې دي او امنيتي ځواکونه یوازې د قوماندانۍ په ودانۍ او ولسوالۍ کې شتون لري.

د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دى منلى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.