ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ترهګر د خبریالانو په وژلو سره د هغوی غږ نه شي بندولاى

ولسمشر غني: ترهګر د خبریالانو په وژلو سره د هغوی غږ نه شي بندولاى

author avatar
12 Nov 2020 - 14:38
ولسمشر غني: ترهګر د خبریالانو په وژلو سره د هغوی غږ نه شي بندولاى
author avatar
12 Nov 2020 - 14:38

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ٩٩): ولسمشر غني وایي چې ترهګرې ډلې د بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نه شي محدودولای؛ ځکه د رسنیو دا حق پر ډېرو قربانیو ترلاسه شوى دى.

نن له غرمې مخکې د هلمند په مرکز کې د ازادي راډيو خبريال د ماين په چاودنه کې ووژل شو او د يوه بل خبريال په ګډون درې تنه نور په کې ټپيان شول.

د اړوندې موضوع په اړه له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو پټولو او د رسنیو د رسا غږ خاموشه کولو په موخه د ازادي راډیو د سیمه ییز خبریال محمد الیاس داعي وژلى او یو شمېر نور هېوادوال يې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې ترهګرې ډلې د دې ډول بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نه شي محدودولای؛ ځکه د هېوادوالو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوي چې حکومت یې ساتنې، پالنې او لا ودې ته ژمن دی.

دغه راز د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه کړنه یو بشري ضد جنایت بللی او له ټولو کورنیو او نړیوالو ادارو يې غوښتي چې د خبریالانو پر قاتلينو له مشخصو ادرسونو فشارونه راوړي او هغوی دې دېته مجبور کړي چې له خپلو دغو کرغېړنو کړنو لاس واخلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه یو ځل بیا پر حکومت غږ کوي چې د خبریالانو ژوند او خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي او په دې اړه دې نور غفلت نه کوي.

همدارنګه د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) له خوا هم په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې داعي داسې مهال کې ووژل شو چې د خبریالانو د امنیت ټنګښت په برخه کې زیاتې اندېښنې موجودې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې حکومت څو ځلې د خبریالانو د امنیت ټینګښت په اړه خبر ورکړى خو تر اوسه يې په دې اړه کوم عملي ګام نه دی اخیستی.

نی پر حکومت غږ کړى چې پر الياس داعي برید په روښانه ډول وڅېړي او پایله یې له خلکو سره شریکه کړي.

همدارنګه د افغانستان د خبریالانو بنسټ هم د یوه اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې داعي یو له زړورو خبریالانو څخه و او څو ځلې یې د امنیتي ګواښونو په اړه خپله اندېښنه له اړوندو ارګانونو سره شريکه کړې وه.

د يادونې ده، پنځه ورځې وړاندې په کابل کې د طلوع ټلويزيون پخوانی خبريال يما سياووش هم په ورته پېښه کې ووژل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.