Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکتر عبدالله: په سوله کې بایلونکی او په جګړه ګټونکی نشته

ډاکتر عبدالله: په سوله کې بایلونکی او په جګړه ګټونکی نشته

author avatar
13 Nov 2020 - 11:46
ډاکتر عبدالله: په سوله کې بایلونکی او په جګړه ګټونکی نشته
author avatar
13 Nov 2020 - 11:46

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۹۹): د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس وايي چې د سولې خبرې د افغانستان د خلکو د څلوېښت کلنو دردونو او رنځونو ختمولو لپاره یو فرصت دی او طالبان هم باید دغه موضوع درک کړي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د ملي روغې جوړې عالي شورا له مطبوعاتي دفتره نن (جمعه) خپره شوې، راغلي چې ډاکتر عبدالله عبدالله پرون ماښام د هرات امنیتي خبرو اترو په نهمه دوره او د هرات له خلکو سره د سولې په اړه د نظرونو تبادلې لپاره دغه ولایت ته سفر وکړ.

ډاکتر عبدالله وویل چې د افغانستان د اکثریت خلکو غوښتنه د سولې ټینګښت، د تاوتریخوالي ختمېدل او د جګړې درېدل دي.

هغه څرګنده کړه: ((ښايي خلکو ته پوښتنه پیدا شوې وي، په داسې حال کې چې د افغانستان پلاوی له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، نو ولې جګړې ډېرې شوې؟ زما باور دا دی چې په سراسري سوله کې هېڅ بایلونکی او په جګړه کې هېڅ ګټونکی شتون نه لري.))

عبدالله زیاته کړه، که مقابل لوری د افغانستان د دولت دغه نیت درک نه کړي او فکر وکړي چې له بلې لارې کولای شي امتیاز ترلاسه کړي، یوه محاسباتي تېروتنه ده.

هغه وویل چې د افغانستان د سولې په برخه کې ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او ټول د تاوتریخوالي پر کمېدو او د جګړې پر درېدو ټینګار کوي.

د نوموړي په خبره، یو استثنايي فرصت رامنځته شوی، څو د افغانستان د خلکو څلوېښت کلن درد او رنځ ته د پای ټکی کېښودل شي او طالبان هم باید دا موضوع درک کړي.

هغه د هرات خلکو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان مرکچي پلاوي ته ویل شوي چې د ټولنې د ټولو قشرونو ښه استازیتوب دې وکړي او یاد پلاوی په یووالي سره د سولې خبرو پر لور تللي دي او دا یووالی به پر ځای پاتې وي.

د هرات والي عبدالوحید قتالي وویل: ((زموږ خلکه هیله من شوي چې د سولې خبرې اترې ستاسو په مدبرانه رهبرۍ بریالیتوب ته ورسېږي، هغسې چې زموږ د ټولو غوښتنه ده.))

دا په داسې حال کې ده، شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې دي، خو تر اوسه سره له دې چې یادو خبرو کومه ملموسه پایله نه ده ورکړې، په هېواد کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه نور هم ډېر شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.