ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“دکرونا په تړاو د عامه پوهاوي په نوم د بې ځايه لګښتونو مخه دې ونيول شي”

“دکرونا په تړاو د عامه پوهاوي په نوم د بې ځايه لګښتونو مخه دې ونيول شي”

author avatar
14 Nov 2020 - 15:32
“دکرونا په تړاو د عامه پوهاوي په نوم د بې ځايه لګښتونو مخه دې ونيول شي”
author avatar
14 Nov 2020 - 15:32

مزارشريف (پژواک، ٢٤ لړم ۹۹): د بلخ ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د روغتيايي خدماتو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې په دغه برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي چې مسوولې ادارې بايد هغه پيسې په ولسواليو کې د روغتيايي خدمتونو په برابرولو ولګوي چې دمګړۍ يې د کرونا ويروس په تړاو د عامه پوهاوي پر پروګرامونو لګوي.

تازه بلخ کې د کرونا ويروس په تړاو د عامه پوهاوي رامنځته کېدو کمېټې هڅې پيل کړي څو د بلخ په ولسواليو کې عامو خلکو ته د دغه ويروس د خطرونو په تړاو معلومات ورکړي.

خو د بلخ د ولسواليو اوسېدونکي وايي چې دوی د کرونا د خطرونو په اړه معلومات لري؛ خو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

د بلخ په مرکز مزارشريف کې د کرونا ويروس د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي کمېټه وايي چې هڅه يې پيل کړې څو د دغه ولايت په ولسواليو کې خلکو ته معلومات ورکړی، چې ځانونه وساتي.

د يادې کمېټې مشر او د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمان کريمي پژواک اژانس ته وويل، چې وړاندې تر دې يې له ديني علماوو، د ښځو د حقونو له فعالانو او مدني فعالانو له لارې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه مخ ته وړي دي.

هغه زياته کړه چې اوس پلان لري څو د کرونا د خطرونو په تړاو خپل معلومات او لارښوونې د ولسواليو اوسېدونکو ته ورسوي.

کريمي زياته کړه، چې په همدې تړاو يې د بلخ ولايت د بېلابېلو ولسواليو له شاوخوا درې سوه تنو ځوانانو سره يو ګډ پروګرام جوړ کړی دی.

نوموړی زياتوي، چې په ښارونو کې تر ډېره خلک د کوويډ ۱۹ناروغۍ په تړاو معلومات لري او هڅه يې دا ده، چې ځانونه خوندي کړي.

خو په وينا يې چې په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې لا هم عام خلک د کرونا له امله رامنځته شوي ګواښ ته پاملرنه نه کوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس زياته کړه، چې خلک بايد پوه شي؛ څو د کرونا ويروس د دويمې څپې د مخنيوي برخه کې خپل مسووليتونه ادا کړي.

له دې سره بيا د بلخ د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې مسوولين بايد د کرونا په تړاو د عامه پوهاي پر ځای، خلکو ته روغتيايي خدمات برابر کړي.

د چهاربولک ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشرحميدلله ظفرزوی پژواک ته وويل، چې دې ولسوالۍ کې نږدې ټول خلک د کرونا د خطرونو په اړه خبر دي.

هغه زياته کړه: (( هره راډيو چې ونيسې؛ نو په کې د کرونا د خطرونو اعلانات کېږي. همداسې ټولنيزې رسنۍ او نورې منابع، اوس هيڅ ضرورت نشته چې لا هم د عامه پوهاوي په نوم بېځايه مصارف وشي.))

نوموړی وايي چې حکومت بايد خلکو ته روغتيايي خدمات برابر کړي څو پر وخت د ناروغانو درملنه وشي.

د چهاربولک ولسوالۍ دغه اوسېدونکی همدا راز وايي چې د ولسوالۍ په کچه د کرونا ويروس د معلومولو هېڅ اسانتيا نشته او په وينا يې هر ناروغ مکلف دی، چې مزارښار ته لاړ شي.

د هغه په وينا، خلک اړتيا لري؛ څو د ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې ورته د کرونا ويروس د ټسټ امکانات برابر کړای شي.

د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي محمدخان پژواک ته وويل چې حکومت او په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت لا هم د کرونا په تړاو لومړيتوبونه نه پېژني.

د هغه په خبره، دوی ضرورت لري چې سيمه او ولسوالۍ کې يې روغتيايي مرکزونه په درملو او طبي وسايلو مجهز شي.

نوموړي زياته کړه: (( دلته خلک مري، نيمايي روغتيايي مرکزونه تړلي دي او نيم نور درمل نه لري، زما په نظر هېڅوک داسې نه ده پاتې چې د کرونا د بلا په اړه به معلومات ونه لري، لطفا دې حکومت له خلکو سره مرسته وکړي؛ څو له دغې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.))

هغه وويل چې د دوی د ولسوالۍ او مزارښار تر منځ شاوخوا ۶۰ کيلومتره فاصله ده او په خبره يې چې خلک مجبور دي څو خپل ناروغان د اړتيا پر مهال مزارښار ته ورسوي.

نوموړی زياتوي، هغه پيسې چې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي پر پروګرامونو لګېږي، بايد په ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو پر عرضه کولو ولګول شي.

په ورته مهال د بلخ عامې روغتيا رياست کې هم چارواکي تاييدوي، چې په ولسواليو کې د يو لړ ستونزو له امله د روغتيايي خدماتو بهير له ننګونو سره مخ دی.

د بلخ د عامې روغتيا رييس خليل الله حکمتي پژواک ته وويل چې د بلخ يو شمېر ولسوالۍ له سختو نا امنيو سره مخ دي، چې له امله يې روغتيايي خدمات په کې ټکني شوي دي.

هغه تاييد کړه، چې د بلخ په ولسواليو کې د کرونا ويروس د ټسټ امکانات نشته او هر مشکوک ناروغ بايد مزارښار ته مراجعه وکړي څو په ملکي روغتون کې يې معاينات وشي.

د حکمتي په خبره، دوی په يو شمېر ولسواليو کې د کرونا ويروس په اړه څارونکې ډلې فعالې کړي، چې په دې توګه هغه کسان ژر تر ژره د مزار ښار روغتيايي مراکزو ته ورسوي، چې پر کرونا ويروس د اخته کېدو شک ورباندې وشي.

نوموړی وويل، چې دوی هڅه کوي څو خپله ډېره پاملرنه ولسواليو ته واړوي او په دې ډول خلکو ته د روغتيايي خدماتو وړاندې کېدو برخه کې اسانتياوې زياتې کړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو ورځو کې په بلخ ولايت د کرونا مثبتې پېښې مخ پر ډېرېدو دي.

په دغه ولايت کې تر اوسه ٢٧٣٥ کسان پر کرونا اخته شوي او ١٠٨ نور مړه شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.