ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍ کې د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې له ۵۳ میلیونو واوښتې

نړۍ کې د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې له ۵۳ میلیونو واوښتې

author avatar
14 Nov 2020 - 14:50
نړۍ کې د کرونا ویروس ثبت شوې پېښې له ۵۳ میلیونو واوښتې
author avatar
14 Nov 2020 - 14:50

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ٩٩): په نړۍ کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ ثبت شوې شمېرې تر ۵۳ میلیون واوښتې او تر اوسه له دې ډلې تر یو عشاریه درې میلیونه ډېر کسان مړه شوي او له ۳۴ میلیونو ډېر روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا يوولس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې خپور شو، وروسته د نړۍ شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو ته ورسېد. دغه ویروس اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو کې يې دويمه څپه پيل شوې ده.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ د ثبت شویو پېښو شمېر ۵۳ میلیونه، ۲۸۴ زره او ۸۶۷ کسانو ته رسېدلى دى.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه نړۍ کې څه باندې ۳۴ ميليونه پر کرونا اخته کسان بېرته روغ شوي، خو يو ميليون، ۳۰۱ زره او ۵۴ کسان مړه شوي دي.

 سرچینه زیاتوي چې روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين، چيلي، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد کې تر اوسه ۴۳ زره او ۳۵ کسان پر کووېډ – ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له دغې ډلې ۱۶۰۵ کسان مړه او ۳۵ زره او ۶۳ کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.