کندهار (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): روان کال په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو ۱۴ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال په دغه ولایت کې ټولې شپږ پېښې ثبت شوې وې.
شمېرو ته په کتو سږ کال د تېر کال په پرتله په کندهار کې د پولیو پېښې دوه برابره ډېرې شوي چې چارواکي یې لامل د کرونا وبا راتګ او ناامنۍ ګڼي.
په کندهار کې د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر نقیب الله نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو ۵۴ پېښې ثبت شوي چې ۳۶ یې په سوېلي حوزه کې دي.
هغه زیاته کړه، له دې جملې ۱۴ یې په کندهار، ۱۴ په هلمند، ۴ په اروزګان، ۳ په زابل او ۱ په نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.
دی وايي، سږ کال په کندهار کې په داسې حال کې د پولیو پېښو شمېر ۱۴ ته پورته شوی چې تېر کال په دغه ولایت کې دا پېښې شپږ وې.
د ده په خبره، د دغو ۱۴ پېښو له جملې ۲ په کندهار ښار، ۳ په ژېړۍ، ۳ په شاولیکوټ، ۱ په پنجوايي، ۱ په سپین بولدک، ۱ په غورک، ۱ په نېش او ۱ هم په دې وروستیو کې په معروف ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.
نوموړی په کندهار کې د پولیو د پېښو د ډېروالي لامل د کرونا وبا راتګ بولي چې د کرنتین له امله شپږ میاشتې د واکسیناسیون کمپاین ترسره نه شو.
د دې تر څنګ هغه د پولیو د پېښو د ډېروالي بل لامل ناامني یاده کړه.
نظري وویل، د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له جملې یوازې په ۸ ولسوالیو کې کور په کور د واکسیناسیون کمپاین ته اجازه شته، خو په پاتې ۹ ولسوالیو کې وسله وال طالبان کور په کور کمپاین ته اجازه نه ورکوي.
نوموړي د دغې ستونزې د حل په اړه یادونه وکړه چې څو ځلې اړوندو مسوولینو له طالب چارواکو سره خبرې کړي، خو مثبته پایله یې نه ده لرلې.
هغه د دې تر څنګ د ټولنې نه همکاري او کم عامه پوهاوی هم هغه ستونزې یادې کړې چې په ماشومانو کې یې دغه ناروغي ډېره کړې ده.
د ده په خبره، په همدې بنسټ په کندهار کې د ۵۶۷ زره ۸۴۶ هغو ماشومانو له جملې چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي، یوازې ۴۲۹ زره ۶۱۶ ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې دي، خو ۱۳۸ زره ۲۳۰ ماشومان د ناامنیو له امله له واکسین څخه پاتې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP