منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کرونا او نا امنيو له امله سږ کال کندهار کې د پوليو پېښې دوه برابره شوې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۶ لړم ۹۹): روان کال په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو ۱۴ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال په دغه ولایت کې ټولې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

شمېرو ته په کتو سږ کال د تېر کال په پرتله په کندهار کې د پولیو پېښې دوه برابره ډېرې شوي چې چارواکي یې لامل د کرونا وبا راتګ او ناامنۍ ګڼي.

په کندهار کې د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر نقیب الله نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان کال کې د هېواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ/پولیو ۵۴ پېښې ثبت شوي چې ۳۶ یې په سوېلي حوزه کې دي.

هغه زیاته کړه، له دې جملې ۱۴ یې په کندهار، ۱۴ په هلمند، ۴ په اروزګان، ۳ په زابل او ۱ په نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې دي.

دی وايي، سږ کال په کندهار کې په داسې حال کې د پولیو پېښو شمېر ۱۴ ته پورته شوی چې تېر کال په دغه ولایت کې دا پېښې شپږ وې.

د ده په خبره، د دغو ۱۴ پېښو له جملې ۲ په کندهار ښار، ۳ په ژېړۍ، ۳ په شاولیکوټ، ۱ په پنجوايي، ۱ په سپین بولدک، ۱ په غورک، ۱ په نېش او ۱ هم په دې وروستیو کې په معروف ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

نوموړی په کندهار کې د پولیو د پېښو د ډېروالي لامل د کرونا وبا راتګ بولي چې د کرنتین له امله شپږ میاشتې د واکسیناسیون کمپاین ترسره نه شو.

د دې تر څنګ هغه د پولیو د پېښو د ډېروالي بل لامل ناامني یاده کړه.

نظري وویل، د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له جملې یوازې په ۸ ولسوالیو کې کور په کور د واکسیناسیون کمپاین ته اجازه شته، خو په پاتې ۹ ولسوالیو کې وسله وال طالبان کور په کور کمپاین ته اجازه نه ورکوي.

نوموړي د دغې ستونزې د حل په اړه یادونه وکړه چې څو ځلې اړوندو مسوولینو له طالب چارواکو سره خبرې کړي، خو مثبته پایله یې نه ده لرلې.

 هغه د دې تر څنګ د ټولنې نه همکاري او کم عامه پوهاوی هم هغه ستونزې یادې کړې چې په ماشومانو کې یې دغه ناروغي ډېره کړې ده.

د ده په خبره، په همدې بنسټ په کندهار کې د ۵۶۷ زره ۸۴۶ هغو ماشومانو له جملې چې عمرونه یې تر ۵ کلونو کم دي، یوازې ۴۲۹ زره ۶۱۶ ماشومان د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې دي، خو ۱۳۸ زره ۲۳۰ ماشومان د ناامنیو له امله له واکسین څخه پاتې دي.

ډېرې پېښې د سوېل زون په هغو لرې ولسوالیو کې رامنځ ته شوي چې وسله وال طالبان نفوذ په کې لري او دوی د واکیسن اړوند کور په کور کمپاین باندې بندیز لګولی دی.

د روغتیا بنسټونو د معلوماتو له مخې، د وسله والو طالبانو له خوا په ځینو ولسوالیو کې د محدودیتونو د لګولو له امله له تېرو ۳۰ میاشتو راهیسې د سوېلي زون یو میلیون ماشومان د پولیو واکسین له کور په کور کمپاین څخه بې برخې دي.

په سوېل کې د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې زون یو میلیون ماشومان د پولیو واکسین له کور په کور کمپاین څخه بې برخې دي چې د پخلا په خبره لامل یې د وسله والو بندیزونه او محدودیتونه دي.

پخلا وویل، د دغې ستونزې د حل په موخه د ولسوالیو، ولایتونو او هېواد په کچه هڅې شوي خو تر اوسه یې مثبتې پایلې نه دي لرلي.

په سوېل کې د پولیو د ډېرو پېښو ثبتېدل ښيي چې دغه سیمه د ماشومانو د ګوزڼ تر لوړ ګواښ لاندې ده او دغه ناروغي د سلګونو زره ماشومانو ژوند ګواښي.

پخلا وايي، تر هغه چې ټولنه همکاري و نه کړي، یوازې د دوی هڅې پایلې نه ورکوي.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه نا امني، په سمه توګه د واکسین پروګرام نه پلي کېدل او د خلکو کم پوهاوی هغه درې عمده لاملونه دي چې دغه ناروغي یې ډېره کړې ده.

نوموړي وویل، له بده مرغه په ټولنه کې د خلکو تر منځ ناسم باورونه، غلطې مفکورې او اوازې د دې لامل شوي چې ډېرې کورنۍ خپلو ماشومانو ته واکسین ور نه کړي.

چارواکي له خلکو او په ځانګړې توګه له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې د واکسین پروګرامونو پر وړاندې د ستونزو جوړولو پر ځای دې د ماشومانو د ژغورولو په موخه د دغو پروګرامونو د سم تطبیق په موخه همکاري وکړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، وسله والې ډلې باید د خپلو غوښتنو لپاره د ماشومانو ژوند په خطر کې وا نه چوي.

د شاولیکوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد موسی پژوک اژانس ته وویل، وسله والو د نورو ولسوالیو تر څنګ په دې ولسوالۍ کې له ډېرې مودې راهیسې د پولیو پر واکسین بندیز لګولی دی.

دی وايي، اوسمهال د دې ولسوالۍ له ۹ کلسترونو یوازې په یوه کې کور په کور کمپاین کېږي خو نور کلسترونه ورڅخه بې برخې دي.

د ده په خبره، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي دا توانايي نه لري چې خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورولي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا