کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): په کندوز کې يو شمېر سرچينې وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نيولې ده، خو د ارچي ولسوال بيا يواځې جګړه تاييدوي.
د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو شمېر امنيتي سرچينو د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ مقام، امنيه قومانداني او نورې دولتي ودانۍ نيولې دي.
دوى وايي چې حکومتي ځواکونه دا مهال د يوې غونډۍ پر سر دي او له هغه ځايه له طالبانو سره جګړه کوي.
دغه راز د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي هم وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ تېره شپه طالبانو نيولې دي.
خو د ارچي ولسوال نبي کاکړ پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
دى وايي چې ولسوالۍ تر اوسه نه ده سقوط شوې، خو د طالبانو د بريدونو له امله درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پرون په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو اته پوستې نيولې دي.
دى وايي چې د يادو پوستو د نيولو پرمهال ګڼ شمېر حکومتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP