ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينې: طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ نيولې ده

سرچينې: طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ نيولې ده

author avatar
16 Nov 2020 - 12:03
سرچينې: طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ نيولې ده
author avatar
16 Nov 2020 - 12:03

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ لړم ٩٩): په کندوز کې يو شمېر سرچينې وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو نيولې ده، خو د ارچي ولسوال بيا يواځې جګړه تاييدوي.

د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو شمېر امنيتي سرچينو د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ مقام، امنيه قومانداني او نورې دولتي ودانۍ نيولې دي.

دوى وايي چې حکومتي ځواکونه دا مهال د يوې غونډۍ پر سر دي او له هغه ځايه له طالبانو سره جګړه کوي.

دغه راز د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي هم وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ تېره شپه طالبانو نيولې دي.

خو د ارچي ولسوال نبي کاکړ پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.

دى وايي چې ولسوالۍ تر اوسه نه ده سقوط شوې، خو د طالبانو د بريدونو له امله درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پرون په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو اته پوستې نيولې دي.

دى وايي چې د يادو پوستو د نيولو پرمهال ګڼ شمېر حکومتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.