ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

author avatar
17 Nov 2020 - 11:55
د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی
author avatar
17 Nov 2020 - 11:55

چاریکار (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپل یوه ساتونکي سره یو ځای د یوه کمین په ترڅ کې په کاپیسا کې وژل شوی او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک ته وویل چې د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نورخدار شمال له څو نورو کسانو سره تېره شپه د کاپیسا د مرکز اړوند شېرخان سیمه کې د ترافیکو د مخکني مدیریت مخې ته چې د ګلدان ـ صیاد پر عمومي سړک موقعیت لري، د ناپېژاندو وسله والو له کمین سره مخ شو.

نوموړی وايي چې نورخدا او یو ساتونکی یې په دغه کمین کې وژل شوي او دوه نور ساتونکي یې ټپیان دي.

نورخدا شمال د کاپیسا اصلي اوسېدونکی او د هغو ۱۰۰ امنیه قوماندانانو له ډلې و چې څه موده مخکې د ولسمشر د فرمان پر اساس د هېواد د بېلابېلو ولسوالیو لپاره امنیه قوماندانان وټاکل شول.

پر نورخدا د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.