ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي: د سولې په تړاو طالبانو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې

صديقي: د سولې په تړاو طالبانو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې

author avatar
17 Nov 2020 - 18:44
صديقي: د سولې په تړاو طالبانو د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې
author avatar
17 Nov 2020 - 18:44

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۹۹): د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي چې له امریکا او ناټو سره د افغانستان اړیکې پر دوه اړخيزو ګټو ولاړې دي.

صدیقي نن د لړم په ٢٧مه، په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د امریکا او طالبانو تړون له لاسلیک وروسته طالبانو د سولې ټنګښت په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

ده زیاته کړه، سره له دې چې د طالبانو چلند جګړه يیز دی، خو حکومت بیا هم د سولې ټنګښت لپاره هڅې کوي.

صديقي همدارنګه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله وویل:« له امریکا او ناټو سره به زموږ اړیکې له منځه ولاړې نه شي ځکه چې زموږ اړیکې په عامه ګټو ولاړې دي، موږ اوس هم د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ یو، طالبانو، القاعده او نورې لسګونه ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت لري  دا چې افغانستان بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي ، موږ به خپلو اړیکو ته دوام ورکوو.»

صديقي وايي، حکومت، امریکا او ناټو ټول دې ته ژمن دي چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نه شي او د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

نوموړى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې امريکايي چارواکو پرون اعلان کړى و، چې د روان زيږديز کال تر پايه به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره له ٥٠٠٠ څخه ٢٥٠٠ ته کم کړي.

خو د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ نن وويل چې له افغانستان څخه په بېړه د ځواکونو ايستل به ډېر خطرناکه او په ګرانه بيه تمام شي.

د ولسمشر وياند وویل، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کابل ته راشي، اقتصادي اړیکې او دوه اړخیزه مرستې له هغه ټکو دي چې عمران خان به یې د افغان حکومت پلاوو او ولسمشر محمد اشرف غني سره په اړه خبرې وکړي.

هغه زياته کړه، افغان حکومت د جینوا ناستې لپاره هر اړخیزه چمتو والی لري او نړیواله ټولنې به ډېر ژر اعلان وکړي چې د نورو څلور کلونو لپاره به هم د افغانستان له خلکو سره پاتې کیږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.