ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د مرستو په تړاو د نړيوالې ټولنې د لسو شرطونو هرکلى کړی

افغانستان د مرستو په تړاو د نړيوالې ټولنې د لسو شرطونو هرکلى کړی

author avatar
18 Nov 2020 - 14:11
افغانستان د مرستو په تړاو د نړيوالې ټولنې د لسو شرطونو هرکلى کړی
author avatar
18 Nov 2020 - 14:11

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٩): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سولې او پراختیا له بهیره د دوامدار نړیوال ملاتړ د مهمو مواردو» په تړاو د نړیوالو شریکانو له اعلامیې هرکلی کړی دی.

د اروپايي ټولنې په ګډون ځینو هېوادونو له افغانستان سره د دوامداره اغېزناکو مرستو په موخه پرون لس شرايط وړاندې کړي دي.

په یادو لسو شرطونو کې ۱- د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو ساتنه او پياوړي کول. ۲- د هر اړخیز اوربند ټینګښت. ۳- ډیموکراسۍ، د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته دوامداره ژمنتیا. ۴- د سولې مذاکراتو او د سولې د تړون د موادو پلي کولو ته ژمنتیا. ۵- له فساد سره معنا لرونکې او عیني مبارزه. ۶- د افغانستان نړیوالو ژمنو او د افغانستان دولتي بنسټونو ته درناوی. ۷- د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا له موخو څخه پیروي کول. ۸- له دې څخه مخنیوی چې ترهګریزې ډلې د افغانستان له خاورې څخه د نورو ملتونو پر وړاندې ګټه واخلي. ۹- د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د متقابلې ځواب ورکونې د چوکاټ دوام او ۱۰- د مرستندویو فعالیتونو له لارې د ناقانونه مالیاتو او خنډونو لرې کولو په ګډون د پراختیايي او بشردوستانه فعالیتونو اسانول.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د لړم په ٢٨مه پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان د سولې او پراختیا له بهیره د دوامدار نړیوال ملاتړ د لسو مهمو مواردو مطرح کولو په برخه کې د نړیوالو مهمو شریکانو له دریځه هرکلی کوي.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د دغو شرطونو له دقیقې مطالعې او ارزونې وروسته، یاد شرطونه په هېواد کې د دوامدارې سولې د تأمین لپاره ګټور او د افغانستان د دولت او خلکو له موخو او لومړیتوبونو سره همغږي وبلل.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر سوله، امنیت او ټول شموله هوساینه د خپل ټينګ باور پر بنسټ، د پورتنیو یادو مواردو تحقق او پلي کېدل د سولې د مذاکراتو بریالیتوب، دوامدارې او عادلانه سولې ته د رسېدو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې د یو فعال او مسوول غړي په توګه د افغانستان د ډیموکراتیک پرمختګ لپاره اړین بولي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، پر دې سربېره، د دغو مواردو پلي کېدل د هېواد د بیارغونې، امنیت او اقتصادي هوساینې لپاره زمینه برابروي او زموږ د بې وزله هېوادوالو د ژوند د ستونزمنو شرایطو په ښه کېدو کې مهم او بنسټيز رول لوبوي.

په خبرپانه کې راغلي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت خپل ځان د نړیوالې ټولنې له خوا د پورتنیو وړاندې شوو مواردو په تحقق او پوره کېدو کې مکلف او ژمن ګڼي او په دې برخه کې به خپله ژمنتیا او مکلفیت د افغانستان په اړه د ژنیو په کنفرانس کې یو ځل بیا نوی کړي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اوسنیو حساسو شرایطو او په ګران هېواد کې د دوامدارې سولې رامنځته شوي تاریخي فرصت ته په پام سره، پر طالبانو غږ کوي چې د سولې، پخلاینې او مفاهمې لپاره دې د افغانانو او نړیوالې ټولنې بلنه ومني او د جګړې د پای ته رسولو غږ ته دې لبیک ووایي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې نړۍ او د افغان ولس د کرونا وبا له ناوړې پدیدې سره لاس او ګرېوان ده او له اقتصادي ناورین سره مخ ده؛ نو د دې ستونزمنې ناخوالې زیانمن شوو وګړو ته د رسېدنې او د اقتصادي ناوړه شرایطو رفع کولو لپاره اړینه ده چې په هېواد کې بېړنی اوربند تامین او د سولې مذاکرات بریالي شي. موږ له نړیوالې ټولنې مننه کوو چې د افغانانو او افغانستان اسلامي جمهوریت له دې برحقې غوښتنې سره همغږي او همګام شول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.