ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له پاکستانه ننګرهار ته را قاچاق شوي نشه يي توکي ونيول شول

له پاکستانه ننګرهار ته را قاچاق شوي نشه يي توکي ونيول شول

author avatar
18 Nov 2020 - 11:20
له پاکستانه ننګرهار ته را قاچاق شوي نشه يي توکي ونيول شول
author avatar
18 Nov 2020 - 11:20

جلال اباد (پژواک، ۲۸ لړم ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې يې په يوې لارۍ موټر کې بار ۲۷۵ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي چې له پاکستان څخه را انتقال شوي وو.

چارواکي وايي، د دغو توکو په تړاو يو کس هم نيول شوی چې تر پلټنو لاندې دی.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان د لړم په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت منسوبینو تېره ورځ د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له یو تن سره، په لارۍ موټر کې ځاى پر ځای شوي ۲۷۵ کیلو ګرامه هیروئین،چرس او تریاک ونیول.

دی وايي، ياد توکي چې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوي وو، لېږدونکي یې په خپل جرم اعتراف کړی او اوس مهال ترې لا زیاتې څېړنې جریان لري.

د يو بل خبر له مخې، پچیراګام ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د چاودېدونکو توکو او مهماتو په نیولو سره د تخریبي کړنو مخنیوی وکړ.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، د دغه ولایت پچیراګام ولسوالۍ لاندې پچیر سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو د وسلو يوه زېرمه کشف کړې ده.

هغه زياته کړه، له دغې زېرمې پنځه کړۍ لاسي او د پرسونل ضد ماینونه، دوه چاودېدونکي فیوزونه، شپږ دانې ټایم پنسل، یو دوربین، نهه دیرش فیره د دهشکې او پیکا مرمۍ، پنځه ویشت کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او یو سیت مبایل تر لاسه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ياد توکي چې د وسله والو طالبانو له پټنځای څخه تر لاسه شول، له پلټنو وړاندې وسله وال طالبان له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي وو.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.