ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د روغتيايي کارکوونکو ستونزې ته لا هم رسېدنه نه ده شوې

نورستان کې د روغتيايي کارکوونکو ستونزې ته لا هم رسېدنه نه ده شوې

author avatar
18 Nov 2020 - 15:29
نورستان کې د روغتيايي کارکوونکو ستونزې ته لا هم رسېدنه نه ده شوې
author avatar
18 Nov 2020 - 15:29

جلال اباد (پژواک، ۲۸ لړم ۹۹): په نورستان کې د روغتیایي کارکوونکو د کاري اعتصاب نږدې دوه میاشتې وشوې، خو لا يې هم ستونزې نه دي هوارې شوې.

ډاکتران د عامې روغتیا پر چارواکو نیوکه کوي چې د شپږو میاشتو په تېرېدو یې لا هم معاشونه نه دي ترلاسه کړي چې له امله یې په نورستان کې ټول روغتیايي خدمات ټکني شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت بیا وایي، د یادو روغتیاپالانو معاشونه یې د اهېډ په نوم قراردادي موسسې ته سپارلي چې په نږدې ورځو کې به ورکړل شي.

په نورستان کې ډاکتران وایي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې تنخواوې نه دي ترلاسه کړې چې له امله د کورنیو اقتصادي ستونزې یې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.

دوی شکایت کوي چې له شپږو میاشتو راپه دېخوا ورته نه یوازې معاشونه نه دي وکړل شوي، بلکې ځیني امتیازات ترې هم ګرځول شوي او د ژمي په راتلو سره يې ستونزې لا ډېرې شوې دي.

د يو روغتيايي مرکز ډاکتر سيف الرحمن پژواک اژانس ته وويل: ((پوره دوه میاشتې زموږ د اعتصاب وشوې خو لا تر اوسه مسوولو ادارو په دې برخه کې څه ونه کړل، شاوخوا د شپږو میاشتو معاشونه راته نه دي راکړل شوي، د هر دوکاندار قرضدار یو.))

د بهرام په نوم يو بل ډاکټر هم وايي، که يې ستونزه حل نه شي، نو دوی به خپل کاري اعتصاب همداسې روان وساتي.

د نورستان اوسېدونکي هم د ډاکترانو کاري اعتصاب اندېښمن کړي او وایي، له تېرو دوو میاشتو يې په ولایت کې ډاکترانو د معاشونو او نورو امتیازاتو دنه ورکړې له امله اعتصاب کړی چې ولسونه يې له ستونزو سره مخ کړي.

د دواب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي، که اړوند ادارې پر خپل وخت دغه ولایت ته د روغتیایي ستونزو د حل په برخه کې پاملرنه ونه کړي، نو اوسېدونکي به یې د راتلونکي ژمي پر مهال له سختو ستونزو سره مخ شي.

د ارين په نوم يوه بل ځايي اوسېدونکي هم پژواک ته وويل: ((کله چې روغتون ته لاړ شو، ډاکتران وایي، درمل نشته او ډاکترانو اعتصاب کړی، دوی هم ملامت نه دي، مسافر دي او حکومت ورته معاش نه ورکوي، غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې حل کړي.))

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله ترکی بیا وایي چې د نورستان د روغتیاپالانو معاشونه یې د اهیډ په نوم موسسې ته سپارلي او هیله من دي چې ستونزه به یې ژر حل شي.

هغه وويل: ((نورستان کې چې ډاکترانو څو میاشتې کار کړی، د هغوی ټول معاشونه د اهیډ په نوم موسسې ته حواله شوي او په څو ورځو کې به دغه تنخواوې ورکړل شي او د معاشونو له ورکړې وروسته ورسره قرارداد فسحه کېږي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.