Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نوماند وزیران: کار اهل کار ته سپارو

 کابل (پژواک،۲۸ لړم ۹۹): د سوداګرۍ، کار، حج او مخابراتو نوماند وزیرانو نن ولسي جرګې ته خپل کاري پروګرامونه وړاندې کړل او ويې ویل، شفافیت تامینوي او وړ کسان پر دندو ګوماري.

د دې جرګې د نننۍ پرېکړې له مخې ټاکل شوې راتلونکې شنبه هغو لسو نوماند وزیرانو ته د رایو صندوقونه کېښودل شي چې په تېرو دوو ورځو (دوشنبه او سه شنبه) کې یې خپل پروګرامونه له ولسي جرګې سره شریک کړي، ټاکل شوې وه یادو نوماند وزیرانو ته سبا (پنجشنبه) د رایو صندوقونه کېښودل شوي واى، خو د عمومي رخصتۍ له امله یاد پروګرام شنبې ته وځنډېد.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند نثاراحمد غوریاني د خپل کاري پروګرام د وړاندې کولو پر مهال وویل، کرونا ویروس د سوداګرۍ بهیر له ننګونو سره مخ کړی خو هڅه کوي د هوايي او ځمکنیو دهلېزونو له لارې سوداګري پراخه کړي.

نوموړي د صادراتو وده، په یاد وزارت کې د شته بهیرونو اسانه کول، ترانزیټي اسانتیاوې رامنځته کول، د خصوصي سکټور وده او د داخلي محصولاتو لپاره د ځنځیري پلورنځایونو رامنځته کول یې راتلونکي پروګرامونه دي او ويې ویل، په یاده برخه کې ځانګړي پروګرامونه لري.

نوموړي دغه راز وویل، د داخلي او بهرنیو پانګوالو د امنیت د ټينګښت په موخه یې پر یوه پراخه طرحه کار پیل کړی څو پانګوال له ډار پرته په افغانستان کې پانګونه وکړي.

غوریاني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره یې هم پر یوه پروګرام کار کوي چې د باور رایو د اخیستو په صورت کې به په هېواد کې د صنعتکارانو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.

د نوموړي په خبره، دی صنعتکار دی او د هېواد د ټولو صنعتکارانو په درد پوهېږي او داسې پروګرامونه یې طرحه کړي چې د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو د حل کلي ده.

نوموړي ژمنه وکړه چې هڅه کوي کار وړ کسانو ته وسپارل شي او روڼتیا تامین شي.

غوریاني د هېواد د صادراتو په ځانګړې توګه وچې او تازه مېوې د صادراتو وده، د ترانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول، او صنعت وده او د کوچنیو او متوسطو صنعتکارانو د ملاتړ له لاې د خصوصي سکټور تقویه، د صنعتي پارکونو جوړول او پراخول خپل کاري لومړیتوبونه وبلل او ويې ویل، صنعتي پارکونه به په معیاري ډول ډیزان او صنعتکارانو ته به يې په واک کې ورکړي او هڅه کوي چې د صنعتي تولیداتو ډېره برخه د هېواد په داخل کې وپلوري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند د غالیو د تولیداتو د ودې په برخه کې او دغه راز د افغانستان په نوم ددغو ارزښتمنو محصولاتو په اړه وویل، په دې برخه کې پر مشخصو تشویقي پروګرامونو کار کوي.

هغه زیاته کړه: ((غالۍ او ډېری تولیدي محصولات د بهرنیو هېوادونو په نوم صادرېږي. مخکې داسې پروګرام موجود نه و څو سوداګر دې ته وهڅوي چې غالۍ د افغانستان په نوم صادرې کړي.  زه په دې برخه کې تشویقي پروګرام لرم چې د نورو هېوادونو په څېر به د هر کانټینر توکو د لېږد لپاره به سوداګر ته ۲۰ زره ډالر وجه تشویقي ورکول کېږي.))

غوریاني دغه راز ژمنه وکړه چې د مشورې ورکولو د مشخص مرکز په جوړېدو به پانګوالو ته مشوره ورکوي چې په کومو سیمو کې د صنعتي توکو د تولید لپاره پانګونه وکړي څو یې تولیدات وپلورل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوماند وزیره معصومه خاوري

نوموړې هم د جرګې له غړو سره ژمنه وکړه چې د باور رایو د اخیستو په صورت کې به د شفافیت او وړ کسانو ته د کار د سپارلو په برخه کې هڅې کوي.

هغې د قوانینو وروستي کول، ترکار لاندې پروژو تعقیب، د انټرنټ د نرخونو کمښت او د کیفیت لوړوالی، د سیمکارتونو قانوني کول، د ډيجیټلي اقتصاد ترویج، د ډیجیټلي صنعت تقویه، د کارکوونکو ریفورم او د وړتیا لوړل خپل مهم پروګرامونه وبلل.

نوموړې وویل، په یاده اداره کې ټولې موجوده ننګونې پېژندل شوې او پر یو شمېر یې په عملي بڼه کار روان دی.

خاروي د جرګې غړو ته په خطاب وویل، کاري پروګرامونه یې اداري پلاوي ته ورکړي او د پروګرامونو جزيیات یې هلته شته دي .

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته ینج

نوموړي ددغه وزارت لپاره خپل ترتیب کړی پنځه پلان، د کار بازار د اړتیاوو مطابق د فني او حرفوي زده کړو مقرره، د کار د ملي انستیتیوت رامنځته کول، د زیانمنو خلکو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ملاتړ، د کارګرو ماشومانو لپاره د پالیسۍ او پلان جوړول او د کارګرو ماشومانو ملاتړ خپل مهم پروګرامونه وبلل او ويې ویل، هڅه کوي په دې اداره کې وړ کسان پر دندو و ګوماري.

 ته ینج د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، له هېواده بهر د کارګرو د لېږلو مقرره تیاره شوې او ۱۵ هېوادونه د کارګرو تقاضا لري او په دې وروستیو کې په یاده برخه کې له شپږو هېوادونو سره هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی.

هغه د کاري فرصتونو برابرول خپل مهم کار وباله او ويې ویل، هڅه کوي کارګران د بازار د اړتیا وو مطابق په فني او حرفوي مرکزونو کې زده کړې وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوماند محمد قاسم حلیمي

حلیمي هم وویل، د باور رایې د اخیستو په صورت کې به په مدیریتي برخه کې وړتیا په پام کې نیسو او کار وړ کسانو ته سپارو.

د هغه په خبره، د دې جرګې د باور په صورت کې به سروې ترسره کړي څو ټول رسمي او غیر رسمي جوماتونه له جي پي اس سره وصل شي، څو په هېواد کې د شته جوماتونو شمېر او د ملا امامانو تحصیلي سویه مشخصه شي.

هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه دیني چارې له افراط او تفریط ډکې دي، د هغو ملا امامانو لپاره د لوړو زده کړو زمینه برابرېږي چې ۱۲ او ۱۴ پاسان دي او هغو کسانو ته به د یو کلن ستاژ زمینه برابره شي چې لېسانس یا ماسټري لري.))

نوموړي د ښځو ارشاد ریاست، د ارشاد او اوقافو د ټلویزیون جوړول، او حنفي او جعفري مذهبونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د ملا امامانو د بستونو رامنځته کول او د امنیتي ځواکونو د عقیدتي ریاستونو تقویه خپل پروګرامونه یاد کړل.

حلیمي په خپلو خبرو کې وویل: ((موږ نه غواړو زندانونه د ترهګرو د تولید مرکز وي، غواړو د اصلاح په مرکز یې تبدیل کړو، په دې برخه کې دیني عالمان مکلف دي چې دیني پوهاوی ورکړي، ځکه هغه کسان چې جرم ترسره کوي له دین څخه بې خبره دي.))

نوموړي د حج مراسمو په اړه وویل: ((اوږدمهاله تړون لاسلیک کوو څو هوايي شرکتونه په ټيټه بیه ټکټ ورکړي، څو له دې لارې بیت الله شریف ته د تلونکو حاجیانو لګښتونه کم شي.))

دغه راز نوموړي وویل، هڅه کوي چې په افغانستان کې د حج فریضې ادا کوونکو سهیمه د اړتیاوو مطابق لوړه شي ځکه سعودي عربستان اوس افغانستان ته د نفوس په اساس ونډه ورکړې ده.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوماند وویل، د لومړي ځل لپاره دغه وزارت وکولای شول چې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دیني عالمانو دریځ واحد کړي.

هغه وویل، د نړۍ د دیني عالمانو د فتوا په اساس په افغانستان کې جګړه حرامه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.